دغه روغتون د نایب امین الله خان لوګري په نوم نومول شوی، چې ۱۰ کاله وړاندې يې د بنسټ ډبره د عامې روغتيا وزارت له لوري اېښودل شوې وه.
هغه مهال ټاکل شوې وه، چې باید د لوګر پل علم په پورک سيمه کې د دوو کلونو په موده کې يو دوه پوړیز روغتون جوړ شي.
په پام کې وه، چې د دغه روغتون له جوړوېدو وروسته د سويل ختيځ پنځو ولايتونو لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست له پاره روغتيايي اسانتياوې برابرې شي.
له یاد ولایت څخه د لاس ته راغلو راپورونو له مخې د لسو کلونو له تېرېدو وروسته هم دغه روغتون نه دی رغول شوی.
د لوګر ځايي اوسېدونکي او د روغتیا کارکوونکي وایې، چې د تېرو ۱۰ کالونو راهیسې د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري ورباندې کار روان دی، خو تراوسه پورې دغه روغتون نه دی جوړ شوی.
د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي لطف الله سلام وطندار ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ناروغان دغه روغتون ته د درملنې له پاره راوړل کیږي، خو د روغتیایي خدمتونو او مناسب ځای د نه شتون له کبله ګڼ شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه د افغانستان له دولت او د لوګر له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دغه روغتون کارونه بشپړاو ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
حاجي عبدالجبار د پورک د کلي یوه اوسیدونکي سلام وطندار ته وویل، چې پاکستان نه غواړي دغه روغتون جوړ کړي د هغه په وينا په کال کې دوې میاشتې ورباندې کار کوي او پاتې وخت یې کار بند وي.
نوموړي زیاته کړه، هیڅ راز ستونزه نه شته، خو پاکستان هېواد ته پکار ده، چې نیم کاره ودانۍ بشپړې کړي.
د لوګر د نایب امین الله خان لوګري روغتون مشر ډاکتر عاشق الله مجیدي وايي، اوسمهال په یوه کرایه کور کې چې ودانۍ یې ۸۰ سلنه غیرمعیاري ده کار کوي او هره ورځ ورته له ۷۰۰ څخه ډیر ناروغان له خروار، خوښي، بره کي برک، څرخ او مرکز څخه مراجعه کوي.
د هغه په خبره دوی يواځې په ورځ کې د ۳۰۰ ناروغانو د لیدلو توان لري.
مجیدي زیاته کړه په کوم کرایه کور کې مو، چې تر دې وړاندې روغتیایي خدمتونه مخ ته وړل د موټر بم چاودنې له کبله په بشپړه توګه ویجاړ شوی او اوس یوازې په ازاده هوا کې فعالیت کوي.
بل خوا د لوګر د ولایتي شورا ریس حسیب الله ستانکزي سلام وطندار ته وویل، چې څو څو ځلې دغه موضوع د پاکستان له سفارت او له افغان چارواکو سره مطرح کړې، خو تراوسه پورې یې په دې اړه مثبت ځواب نه دي تر لاسه کړي.
هغه وايي، چې د افغانستان روغتیا وزارت هم په دغه برخه کې د پام وکړ کار نه دی کړی هغه د افغانستان د روغتیا وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د سويل ختیځ زون ۳۰۰ بستر روغتون ته پاملرنه وکړي.
د لوګر روغتیايي چارواکي بیا پاکستان هېواد په دې تورنوي، چې د سیاسي اړیکو پر بنسټ یې ددغه روغتون کارونه په ټپه درولي دي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد ظریف نایب خېل سلام وطندار ته وویل، چې د پاکستان هېواد له لوري د دغه روغتون د رغولو له پاره ۳۶ میلیونه امریکايي ډالره ځانګړې شوې وه، چې ۲۶ میلیونه یې په ودانیزو چارو او پاتې ۸ میلیونه یې په تخنیکي وسایلو لګول کیږي.
نایب خېل زیاته کړه، چې له پاکستان سره د سياسي اړيکو د خرابېدو وروسته يې ۱۰ سلنه چارې پاتې دي.
بل لور ته د لوګر والي محمد حلیم فدايي سلام وطندار ته وویل، چې د لوګر د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستره روغتون د چارو ځنډېدل یې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره شریکه کړي او ډیر ژر به ګاونډي هېواد پاکستان دې ته اړباسي، چې پر دغه روغتون کار پېل کړي.
یاده دې وي، چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ژمنه ورکړې وه، چې په دغه هېواد کې به خپل ټول نيمه کاره ودانۍ او نورې پروژې بشپړې کړي، خو ليدل کيږي، چې تر اوسه پورې په دغو برخو کې کار نه دی پېل شوی.
د ویلو ده، چې همدا اوس په ټول لوګر ولایت کې ۴۰ کلینیکونه او یو مرکزي ۸۵ بستریز روغتون شته، چې دغه روغتون هم شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د یوه موټر بم چاودنې له کبله په بشپړه توګه له مینځه لاړ او د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ګڼو ولسوالیو سلګونه ناروغان يې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.





