ایا د رسنیو مالکان د خبريالانو امنیت ته پاملرنه کوي؟

وروسته له هغه، چې د طلوع ټلویزیون پورې اړوند "موبي ګروپ" پر کار کوونکو ځانمرګی برید وشو او په پایله کې يې ۷ تنه کارکوونکي ووژل شول، د دې ترڅنګ، چې پر حکومت او افغان امنيتي ځواکونو شدید انتقادونه وشول په دې وروستيو کې د رسنيو پر  مالکانو هم سخت انتقادونه کيږي.

ځينې وايي، چې د رسنيو مالکان د خپلو کار کوونکو د امنیت له پاره هيڅ تدابیر په پام کې نه دي نيولي.

یو شمېر ښاریان او د ټولنیزو شبکو کاروونکي په دې باور دي، چې د رسنيو مالکان د خپلو شخصي ګټو له پاره د کارکوونکو ځان په خطر کې اچوي.

وسله والو طالبانو ويلي، چې د طلوع ټلویزیون کار کوونکو ته يې ځکه سزا ورکړې، چې نور باید د طالبانو په هکله کاذبو او رسوايي خپرونو ته د پای ټکی کېږدي.

دوی ویلي، چې نورې رسنۍ هم باید د طالبانو په هکله له کاذبو خبرونو له خپرولو لاس واخلي.

وسله والو طالبانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې وروسته له هغه طلوع ټلویزیون ته د خپلو نظامي اهدافو په نوملړ کې ځای ورکړ، چې د دغه رسنۍ له لارې پر کندوز ولایت له برید وروسته د طالبانو په هکله د جنسي تېري راپور خپور شو.

په دغه راپور کې داسې ویل شوي وو، چې وسله والو طالبانو د کندوز له نيولو وروسته پر ځينو ښځو او د ليليې پر نجونو جنسی تیری کړی.

داسې راپورونه هم شته، چې د موبي ګروپ او طلوع ټلویزیون امنيتي کارکوونکو پر کارمندانو د برید راپور مخکې له مخکې درلود، خو دغه امنيتي کارکوونکي د طالبانو پرلپسې امنيتي ګواښونو ته جدي توجه و نه کړه.

د افغانستان د ازادو رسنيو(نی) د څار کمېسیون مشر صدیق الله توحيدي سلام وطندار ته وویل، که چېرې د رسنيو مالکان د ګواښونو په اړه معلومات لري او د خپلو شخصي ګټو په خاطر يې په اړه بې پروايي ښودلې، نو د رسنیز تخلف مرتکب شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د رسنيو د مالکانو بې پروايي د خپلو کارمندانو څخه د وسیلې په توګه ناوړه ګټه اخیستنه ده.

د نی رییس وايي، چې د رسنيو مالکان د خپلو کارکوونکو د امنیت خوندي کولو په برخه کې مسوول دي او د ټولیزو رسنیو د قانون پر بنسټ رسنۍ باید خپلو کار کوونکو ته سالمه فضا رامنځ ته کړي.

د خبریالانو د مصوونیت د کمېټې رییس نجیب شریفي وايي، د رسنيو مالکان هيڅ حق نه لري، چې د شخصي ګټو په موخه د خپلو کار کوونکو څخه د وسیلې په ډول ناوړه ګټه واخلي.

د هغه په باور ټولې رسنۍ مکلف دي، چې د خپلو کارکوونکو د امنیت او ساتنې له پاره لازم تدابیرونه په پام کې ونیسي.

شریفي زیاتوي، چې د خبريالانو د مصونیت کمیټه پر يوې داسې طرحې کار شروع کړی، چې له مخې به يې د خبریالانو د امنیت په برخه کې رسنۍ مکلف کوي.

د افغانستان د رسنيو فدراسیون د دغه برید څخه یوه ورځ وروسته اعلان وکړ، چې طالبان تروریستان دي او د افغانستان رسنۍ به دغه برید ته ځواب ووايي.

د دغه فدراسیون په وینا، له دې وروسته به د طالبانو او رسنیو ترمنځ روابط په جدي ډول تغیر وکړي.

دغه فدراسیون د موبي ګروپ پر کارمندانو د برید ورځ ( تورې چهارشنبې) نومولی دی.

یاده دې وي، د ملي امنیت ریاست هم تېره ورځ اعلام وکړ، چې ۸ تنه داسې کسان يې نيولي، چې د موبي ګروپ پر کارکوونکو د ځانمرګي برید کې لاس درلود.

د ملي امنیت ریاست وویل، چې دغه ترهګر یې د کابل ښار په بګراميو کې نيولي او د حقاني شبکې په غړو پورې اړه لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام