په وینو لړلی روژه‌ماتی؛ پلازمېنه کې د طالبانو د تګلارې بدلون

څو بریدګرو تېره ورځ ماښام شاوخوا ۷ بجې چې پر موټرسایکل سپاره وو، د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په دوغ‌اباد سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ.

د کابل امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، بریدګرو داسې مهال برید کړی چې یوشمېر پولیسو لمونځ کاوه او یوشمېر نور پر روژه‌ماتي بوخت وو.

د امنیې قومانداني ویاند وايي، په یاد برید کې ۳ پولیس وژل شوي او 3 نور ټپیان دي.

د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او د ۸ پولیسو د وژلو ادعا یې کړې ده.

د نظامي چارو یوشمېر شنونکي باور لري چې طالبانو په نوې طریقه، یعنې له موټرسایکلونو په ګټې اخېستنې په کابل کې امنیتي ځواکونه موخه ګرځوي.

د نظامي چارو شنونکی میرزامحمد یارمند وايي، هغه کسان چې له دې لارې غواړي پر امنیتي ځواکونو برید وکړي، په سیمه کې پټن‌ځایونه او پلویان لري.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه باید په ښار کې ټولې شکمې سیمې تلاشي او د هغوی پټن‌ځایونه په نښه او له منځه لاړ شي.

په همدې حال کې یو بل نظامي کارپوه جاوید کوهستاني وايي، طالبان هڅه کوي چې پلازمېنه نارامه کړي او پر امنیتي ځواکونو د وګړیو باور له منځه یوسي او دا وښيي چې د ښار په منځ کې هم د بریدونو توان لري.

په تېره یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې بریدګر په کابل کې د پولیسو پوستې په نښه کوي.

تېر ځل د کابل په پلچرخي سیمه کې د عامه نظم پولیسو یوه پوسته بریدګرو په نښه کړې وه چې مسوولیت یې طالبانو پر غاړه اخېستی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام