
د پکتيا امنيتي مسوولان وايي، نن سهار وختي پنځه نيمې بجې پر مرکز ګردېز کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک د طالبانو له لوري موټر بم بريد شوی دی.
د پکتيا د امنيت امر سمنوال لطف الله کامران سلاموطندار ته وويل، په دې بريد کې ۳ د عامه نظم پوليس وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي او په خبره يې ۲ بريدکوونکي له چاودنې وروسته ودانۍ ته ننوتل او ډزې يې پيل کړې چې له لږ ځنډ وروسته د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
د پکتيا د حوزوي روغتون مسوولان وايي، د پېېښې له ځای نه يې ۱۱ ټپيان ور وړل شوي دي او زياتوي چې په دې ټپيانو کې ۹ امنيتي ځواکونه او ۲ ملکي کسان دي چې يوه په کې ښځه ده.
د بريد مسووليت طالبانو پر غاړه واخيسته او ادعا يې کړې چې په دې بريد کې يې ډېرو امنيتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ياد بريد مسووليت طالبان په داسې حال کې پر غاړه اخلي چې ټاکل شوې ډېر ژر د سولې خبرې پيل شي.





