
ځانګړیو ځواکونو تېره شپه په فاریاب ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال د طالبانو له بنده ۹۰ بندیان خوشې کړي.
د فاریاب ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد کسان د دغه ولایت د قیصار ولسوالي په شاخ سیمه کې د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قولاردو بیا پر خپلې رسمي پاڼې لیکلي چې کومانډویانو تېره شپه په فاریاب ولایت کې د طالبانو له بنده ۸۳ کسان خوشې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځانګړیو ځواکونو نږدې دوه اوونۍ وړاندې د زابل ولایت له نوبهار ولسوالي نه ۲۸ کسان د طالبانو له بنده خوشې کړل.





