
د هېواد په شمال ختیځ حوزه کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې یو ولسي پاڅونوال د یو طالب قوماندان په مرسته خپل څلور تنه همکاران وژلي دي او له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
د سرچینې پر خبره، پېښه تېر ماښام د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ په "جنګل باشي" سیمه کې داسې مهال رامنځته شوه، چې دغه پاڅونوال یو طالب قوماندان سره له اړیکې وروسته خپل څلور واړه ملګري د خوب پرمهال به ګولیو ووېشتل.
سرچینه زیاتوي، دغه پاڅونوال قنداغا نومیږي او د طالبانو د قاری هاشم له ډلې دی، چې څه موده مخکې د پاڅونوالو په لیکو کې د جبار قوماندان تر مشري لاندې دنده لرله.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري د پېښې په تایید وايي، چې قنداغا تېره ورځ له طالبانو سره د جګړې کرښې ته نږدې د "ملاغلام" کلي په یوې کلا کې خپل ملګري وژلي دي. امیري دا یو دستوري عمل ګڼي او وايي، چې قنداغا د خپلو ملګرو وسلې هم له ځانه سره وړي دي.
د ولسوال پر خبره، دغه پاڅونوال له اره د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ استوګن و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خان اباد د کندوز ولایت له خیتځو ولسوالیو ده، چې د امنیتي مسوولینو د ورکړلو شویو شمېرو له مخې اوسمهال په دې ولسوالۍ کې له ۲ زرو زیات ولسي پاڅونوال او نامسووله وسله وال موجود دي.





