مدني فعالان: “جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه” کې سخت دریځي تدریسیږي

د بغلان ولایت یوشمېر مدني فعالان او زده کوونکي وایي، په پلخمري کې د "جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" د مېرمنو ځانګړې دیني مدرسه کې سخت دریځي درس ورکول کېږي.

"جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د مېرمنو ځانګړې مدرسه ده، چې د ۳۰۰ په شاوخوا کې نجونې په کې زده کړې کوي.

مدني فعال محمد عاطف عارفیان د پلخمري ښار د مېرمنو دغې دینې مدرسې درسي نظام په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې د "جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" زده کوونکې د تلویزیون لېدل حرام بولي او د هغو مېرمنو کلک مخالف دي، چې له کوره د باندې دندې اجراکوي.

دی وایي، څه موده کېږي، د کندوز "اشرف المدارس" مدرسې د "جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" څانګه په پلخمري ښار کې فعاله کړې او دلته فعالیت کوي.

عارفیان وايي، د مدرسې مسوولین هڅه کوي، خپل فعالیتونه په ټول بغلان کې پراخه کړي.

دغه راز بل مدني فعال عثمان شیرزي سلام وطندار ته وویل، په مدرسو کې دغه ډول درسونه ورکول د اندېښنې وړ دي؛ د پوهنې ریاست او حج او اوقافو ریاست باید دې ډول مدرسو ته جدي پاملرنه وکړي.

شیرزی وايي، دیني مدرسې باید د افغانستان نافذه قوانیونو پر بنسټ فعالیت وکړي.

په بغلان کې د پوهنتون استاد عبدالقیوم شريعتي هم وایي، چې د دا ډول مدرسو فعالیت په کورنیو ډېر منفي اغیز کوي.

خو د بغلان ولایت د پوهنې ريیس محمد پیکان حیدري سلام وطندار ته وویل، په بغلان کې ۳۵ مدرسې او دارالعلومونه ثبت دي، چې په قانوني توګه او د پوهنې وزارت له نصاب سره سم فعالیت کوي او د پوهنې ریاست له لورې په جدي توګه څارل کېږي.

حیدري وایي، په دې مدرسه کې د سخت دریځو زده کړو څېړنه د اطلاعاتي او امنیتي بنسټونو کار دی.

په دې اړه مو د "جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" مدرسې د زده کوونکو سره د مرکې کولو هڅه وکړه، هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د "جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" مدرسې مسوول محمد مصطفی فارح رضوان د سخت دریځۍ زده کړو ورکول ردوي او وايي، هغه خپرونې چې د اسلامي چوکاټ سره په تضاد کې یو شمېر تلویزیونونه یې خپروي مخالف یې دی.

رضوان نیوکه کوي او وايي، موجوده حکومت اسلامي نظام نه پلی کوي او له همدې امله یو شمېر کسان د دولت خلاف وسله واله مبارزه کوي.

د بغلان "جامعۀ ام المومنین عایشه صدیقه" مدرسه د کندوز د "اشرف المدارس" له لومړۍ څانګې څخه ده.

د راپورونو له مخې د کندوز "اشرف المدارس" دیني مدرسه تېر کال مېرمنو ته د سخت دریځۍ زده کړو تدریس له امله رسنیزه شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام