
د لوګر ولایت سیمهییز مسوولان وایي، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په ګمران سیمه کې د برهکيبرک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي پر کور وسلهوال برید کړی دی.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ سلاموطندار ته وویل، د وسلهوالو طالبانو په دغه برید کې د برهکيبرک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي یو ورور او یو ساتونکی وژل شوي او د ولسوال بل ورور ټپي شوی دی.
لونګ زیاتوي چې د برید پر مهال د برهکيبرک ولسوال په کور کې نه و.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.





