کونړ کې د هاوان مرمیو لګېدو له امله ۲ولسي وګړي وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې نن (پنج شنبه) ګهیځ شاوخوا نهه بجې د دوو هاوان مرمیو لګېدو له امله دوه ولسي خلک وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغلته ګڼ شمېر ولسي خلکو د خپلواکۍ د ۹۷ کالیزې نمانځله کوله، چې د هاوان دغه ماینونه د خلکو په منځ کې ولګېدل.

د کونړ مرکزي روغتون رییس ډاکټر فاروق سهاک سلام وطندار ته وویل، چې روغتون ته ۴۲ ټپيان او د دوو وژل شویو جسدونه ور وړل شوي دي.

نوموړي د درېیو ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودلي او زیاتوي، چې ټپیان او وژل شوي ټول ولسي وګړي دي.

سهاک وايي، په ټپیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند غني مصمم سلام وطندار ته وویل، چې په دغه پېښه کې ۱۷ ولسي وګړي ټپیان شوي او یو تن  وژل شوی.

دغه توغندي ولایت مقام ته څېرمه د یتیمانو یو روزنتون مخې ته او همدا راز بل یې د یو جومات مخې ته لږېدلي، چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په کونړ ولایت کې وخت ناوخت دغه ډول توغندي  لګېږي، چې ډېر کله یې زیان ولسي خلکو ته رسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام