په شمال ختيځو سيمو کې د طالبانو د قلمرو سيمې کومې دي؟

د ۱۳۹۱م هجري شمسي کال په وروستيو کې کله، چې د هېواد سويلي ولايتونه د جنګ په لمبو سوځېدل، نو د جندالله ډله د طاهر یولداش په مشرۍ خپل جنګيالي د کندوز، تخار او بدخشان ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې ځای پر ځای کړل او لومړی برید يې له تخار ولایت څخه پېل کړ.

له دې سره هم مهاله طالبان هم په دې فکر کې شول، چې باید د هېواد په شمال ختيځو سيمو کې خپل جنګيالي زیات کړي.

 وروسته له دې، چې شمالي ټلواله تجهیز شو، نو دوی د بدخشان په وردوج ولسوالي کې ځان ځای پرځای کړل.

هغه مهال د ۳۰۳م پامیر زون قومندان جنرال داود داود په مشرۍ د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د جندالله او طالبانو ډلې خورا و ځپل شولې او د شمالي ولايتونو زیاتې برخې په ځانګړي ډول د تخار ولایت د کوچکې لرې پرتې سيمې يې د طالبانو او د جندالله ډلو له شتون څخه پاکې کړې.

د ۱۳۹۲م هجري شمسي کال په نيمايي کې د جندالله ډله د بغلان په بورکه او د تخار په اشکمش ولسوالیو کې تګ راتګ کاوه.

د دغې ډلې فعالیت د ولسمشر کرزي تر وروستيو وختونو پورې محدود و، خو د ۱۳۹۳م کال ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو په دوران کې دغه ډله یو ځل بیا پياوړې شوه او تر اوسه پورې په کندوز او تخار ولايتونو په ځانګړي ډول په اشکمش ولسوالۍ کې فعالیت کوي.

د طالب وسله والو پورې اړوند د مولوي فصیح الدین په مشرۍ اوسمهال د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

وسله والو طالبانو د ټاکنیزو جنجالونو پر مهال د کندوز ولایت په ځينو سيمو کې د عشر او زکات په ټولولو لاس پورې کړ او د ځايي اوسېدونکو له ډلې جنګيالي خپلو ليکو ته هم جذب کړل.

د اوړي موسم د رارسېدو سره سم د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ قوي جنګ پېل شو؛ ترڅو د دغې ډلې پورې اړوند جنګيالي وتوانېد، چې د يوې لنډې مودې له پاره د کندوز په شمال ختیځ ځينې ځايونه تر خپلې ولکې لاندې راوړي.

له هغه وروسته د تخار ولایت د کوکچې او خواجه غار ولسواليانې هم تصرف شو او له بل لوري د بدخشان تر بهارک ولسوالۍ مخکې راغلل.

د ۸۰۸م سپین زر زون قومندان جنرال شیر عزیز کامه وال وايي، چې په شمال ختیځو سيمو کې، عشر او زکات، مخدره توکي، د انسانانو قاچاق وړونکي او نور د طالبانو له مالي سرچينو بلل کيږي.

کامه وال له سلام وطندار سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال زیاته کړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو د راپور پر بنسټ اوسمهال، پيکا ایم، ایکاایم، راکټ انداز، یو څو محدود بې پس لګد توپونه او هاوانونه لري.

په دغه راپور کې مو هڅه کړې، چې د هغو سيمو نه هم اطلاعات حاصل کړو، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او همدارنګه په کندوز، تخار او بدخشان ولايتونو کې د دوی له جنګي وسایلو هم ځان خبر کړو.

کندوز

وسله وال طالبان اوسمهال د کندوز ولایت په ځينو سيمو لکه "کنم‎ها" دشت ارچي او چهار دره کې قوي حضور لري.

جنرال کامه وال وایي، چې په ټول کندوز کې ۲۰۵ بېلابېلې وسله والې ډلې فعالیت کوي، چې له دغو څخه ځينې يې د طالبانو سره هم وصل دي.

همدارنګه په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو شمېر ۲۲۶۱ تنو ته رسيږي، چې د طالبانو له لوري نومول شوي والي مولوي سلام  له لوري يې مشري کيږي.

په مقابل کې بیا د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۸ زرو تنو ته رسيږي.

باید وویل شي، چې د افغان حکومتي چارواکو تجهیزات او د وسله والو طالبانو تجهیزات هيڅ سره د پرتلې وړ نه دي.

جنرال کامه وال وايي، چې د طالبانو له حضور نه د کندوز پاکولو یو عمده لامل دا دی، چې افغان امنيتي ځواکونه د نظامي قوانينو له مخې نه دي تنظیم شوي، بلکې د هغه په وینا زیات افغان امنيتي ځواکونه د لويو لارو د امنیت په ټينګښت کې بوخت دي.

تخار

د تخار یو ولایت د متوسط امنیتي او درې نورې يې بیا د قوي امنیتي ګواښ سره مخ دی، چې طالبان هم د درقد جزیره په خپله ولکه کې ساتلې.

جنرال کامه وال زیاتوي، چې په دغه ولایت کې ۲۶ ډلې دي، چې په غېر قانوني ډول وسلې ګرځوي او د طالبانو شمېر په کې ۲۰۲ تنو ته رسيږي او دغه طالبان بیا د قاري طیب تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي او قاري طیب بیا د طالبانو له لوري د تخار نومول شوی والي دی.

د تخار ولایت امنيه قومندان جنرال نورمحمد حکيمي وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه اوسمهال د درقد او اشکمش ولسوالۍ د ۲۰ سلنې خاورې پرته پر ټول تخار ولایت حاکمیت لري.

په دغه ولایت کې ۱۳۴۰ طالبان له حکومتي ځواکونو سره جګړه کوي او شاوخوا ۲ زره افغان ځواکونه په کې مېشت دي.

د امنيتي ځواکونو د پلان له مخې په پام کې ده، چې ډېر ژر د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د درقد ولسوالۍ د نيولو په موخه عمليات پېل شي.

شير احمد کامه وال وايي، چې د درقد ولسوالۍ نیول ځکه ستونزمن دی، چې د دغې ولسوالۍ شاوخوا ټول اوبه دي، تګ راتګ په کې ستونزې زيږوي او د عملياتو پر مهال د حکومت له لوري د دوی هوايي ملاتړ نه کيږي.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د درقد ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده او د سيمه ییز حکومت ټولې هڅې د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو له پاره بې نتیجې شوه.

بدخشان

د ۱۳۹۰ م هجري شمسي کال په وروستيو کې د ملا عبدالرزاق په نوم د طالبانو د یو تن مشر له لوري د بدخشان پخواني والي شاه ولي الله ادیب د ترور طرحه جوړه شوه، چې وروسته يې بیا برید هم ناکام شو.

له دغې پېښې وروسته د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو تحرکات هم زیات شول او دغه تحرکات بیا له ولسوالیو څخه بهر نور هم وغځېدل.

کامه وال وایي، چې اوسمهال په بدخشان کې ۶ سيمې دي، چې د قوي امنيتي ګواښ لاندې دي او ۵ نور بیا د متوسط امنيتي ګواښ سره مخ دي.

یمګان او وردوج ولسوالیانې اوسمهال په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

په دغه ولایت کې ۱۹۸ بېلابېلې وسله والې ډلې شته، چې ۱۱۴۸ وسله وال طالبان په کې فعالیت کوي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه ولایت کې بیا ۲۰۲ بهرني جنګيالي هم شته.

داسې ویل کيږي، چې وسله وال طالبان په دې هڅه کې دي، چې راغستان، کران و منجان، چې د سرو زرو او لاجوردو کانونه په کې شته په خپل تصرف کې کړي.

اوسمهال د شمالي ولايتونو په ځانګړي ډول امنيتي وضعیت په بدخشان، تخار او کندوز ولايتونو کې مطلوب نه برېښي.

ځايي اوسېدونکي له حکومتي چارواکو هيله لري، چې باید له طالبانو، جندالله ډلې او نورو غېر مسوولو وسله والو د له منځه وړلو په برخه کې قوي مبارزه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام