
د موسیقۍ یوه ستوري چې ۲۷ کاله عمر یې درلود د امریکا په نیروانا سیمه کې ځانهوژنه کړې وه، ۲۵ کاله وړاندې پیدا شو. د نوموړي مړینې ډېرې تیورۍ را ژوندۍ کړې او د هغه د دوسیې یوه څېړونکي جان پوتاش مخامخ امریکا ته د نیوکې ګوته ونیوله.
نوموړي د «نشهيي توکي زموږ پروړاندې سلاح» په کتاب کې پر امریکا سخت تورونه لګولي دي. لیکوال په دغه کتاب کې لیکي چې سيایاې په ۱۹۸۰ کې له افغانستانه قاچاق شوي نشهيي توکي څه ډول کوبین ته ور رسول.
نوموړی ډیلي سټار ورځپاڼې ته وايي: «د سيایاې کارکوونکي جان سټوګ وېل ویلي چې نورو همکارانو یې په افغانستان کې کار کاوه او د هېرويینو سوداګري یې کوله.»
هغه وايي، د «ګلبدین حکمتیار» په نوم یوه کس د دې معاملې په سر کې و او په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې یې له افغانستانه امریکا ته هېرویین صادرول.
د راپورونو له مخې، ګلبدین حکمتیار د نشهيي توکیو د قاچاق پروژې او د پخواني شوروي ځواکونو پروړاندې د جګړې په بدل کې له امریکا متحده ایالاتو نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالر اخېستي وو.

د پوتاش په کتاب کې لیکل شوي چې حکمتیار او د مقاومت نورو رهبرانو د خپلو نظامي عملیاتو د لګښت برابرولو لپاره په سیمه کې د هېرویینو تولید ډېر کړ. د امریکا د استخباراتي مالوماتو راټولولو ادارې له افغانستانه امریکا ته د نشهيي توکیو پر قاچاق تمرکز کړی، خو د کتاب لیکوال یو ګام وړاندې ايښی او وايي چې امریکا او حکمتیار تر ټولو ډېر په دغه قاچاق کې شریکان وو.
د هغوی کاري کړنلاره دا وه چې ستر او وتلي ساز غږوونکي پر نشهيي توکیو روږدي کړي.
لیکوال باوري دی چې امریکايي موسیقيپوه کورت کوبېن معده له سختو ستونزو سره مخ وه او له اوږدې ناروغۍ کړېده. هغه نشهيي توکي د درملو په توګه کارول او تل به یې ویل چې دغه کار پر نشهيي توکیو روږدی کړی دی.
لیکوال باوري دی چې نوموړی د امریکا حکومت تر برید لاندې راغلی؛ ځکه هغه یو انارشېسټ و چې غوښتل یې په خپل کار کې «مخالفو مفکورو» ته وده ورکړي.
یوه کاناډايي ورځپاڼه لیکونکي او تاریخ لیکونکي په ۲۰۱۵ کال کې په یوه مستند کې ویلي، د کورت کوبېن پر وجود د نشهيي توکیو په څېر ډېر شواهد ښيي چې نوموړي ځانوژنه نهده کړې، بلکې وژل شوی دی.
والاس وايي، د قانون د پلي کولو په تاریخ کې هېڅکله داسې مستنده دوسیه نه وه چې د یوه کس پر وجود دې د هېرویینو دومره ډېرې نښې وي او بیا دې هم دومره هوښیار پاتې شي چې ځانوژنه وکړي.
سرچینه: ډیلي سټار
ژباړه: مریم مهتر
اړوند مطالب:





