د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ یو مسول چارواکي، چی غوښتل یې نوم یې یاد نه شي؛ سلام وطندار ته وویل، چې
د ګریشک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال حکمت الله په یوه چادونه کې ووژل شو.
د ګریشک امنیه قومندان تېره شپه ۳ بجې د میرمنداب په سیمه کې په ځمکني ماین ختلی او چاودنه پرې شوې ده.
بل لور ته د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال نبی جان ملاخېل سلام وطندار ته د ټیلفون پرکرښه تائيد کړه، چې سمونوال حمکت الله وژل شوی دی.
حکمت الله په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي معلم میرولي زوی او یو مسلکي افسر و چې ۴ کاله یې په نظامي اکاډومي کې زدکړې کړې وې.
سمونوال حکمت الله له تیرو ۳ کلونو راهیسې د ګریشک د قومندان په توګه دنده ترسره کوله او د دندې پر مهال یې په دې ولسوالۍ کې امنیت ټېنګ کړی و.
کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دې وژنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو ځايي چارواکي يې پر وسله والو طالبانو ور اړوي.





