نی: د محرومیت حق په بهانه، له خلکو د پوهاوي حق اخیستل

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) مسولین وايي، چې دولت د "محرومیت حق" په بهانه له خلکو د "پوهاوي حق" اخیستی دی.

د دغه بنسټ مسولینو تېره ورځ د (سپټمبر په ۲۸مه) د "پوهاوي حق" د نړیوالې ورځې د نمانځې په لړ کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د حکومت پر چلند نیوکې وکړې.

دوی وویل، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قوانینو له پلي کېدلو کال تېرېږي، خو لا هم حکومتي مسولین په ډېرو برخو کې خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي.

د نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر په جوړې شوې غوڼده کې وویل، د نوي نظام له رامنځته کېدلو وروسته اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې پرمختګ شوی، خو وايي، چې دغه لاسته راوړنې بسنه نه کوي.

نوموړي وویل، چې د اطلاعاتو په برخه کې افغانان او په ځانګړي توګه خبریالان له ستونزو سره مخ دي.

خلوتګر زیاته کړه، حکومتي چارواکي په دې نه پوهېږي، چې اطلاعاتو ته لاس رسي د افغانانو قانوني حق دی، خو دوی له دې سره – سره بیا هم نه غواړي، چې له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي.

نوموړي وویل، حکومتي مسولین د محرومیت په بهانه له خلکو سره د اطلاعاتو له شریکولو ډډه کوي.

خلوتګر همداراز وویل، چې ډېر افغانان او په ځانګړي توګه دولتي مسولین په دې نه پوهېږي، چې اطلاعاتو ته لاس رسی؛ د قانون له مخې د دوی حق دی.

د نی اجرایوي رییس ټینګار وکړ، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څخه یو کال کیږي او لا هم خبریالانو او هېوادوالو اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه بنسټ مسولین ادعا کوي، چې حکومت د امنیتي پېښو پورې تړلو برخو کې له رسنیو سره اطلاعات نه شریکوي او دغه چاره د دې لامل شوې ده، چې خبریالان خپله سانسور ته اړ شي.

له بل لوري یو شمېر خبریالان وايي، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د حکومتي مسولینو له لوري نه دی پلی شوی او زیاتوي، چې په ډېرو برخو د دولتي سرچینو اطلاعاتو ته اړتیا وي، خو ویاندویان ځواب نه وايي.

دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د پوهانوي حق نړیواله ورځ (۲۸ سپټمبر) نمانځل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام