
د پکتیکا د ولایتي شورا رییس افسر خان سلمان خېل وايي، چې د دغه ولایت وازې خوا، وړممې او تروې ولسواليو لارې په بشپړ ډول له مرکز ښرنې، زابل او غزني ولایتونو سره تړل شوې دي.
ښاغلي سلمان خېل سلام وطندارته وویل، چې په درېیو ولسوالیو کې شاوخوا یو ۱۰۰ او شل زره کسان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د سلمان خېل پر خبره، یادې درې ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره دي او په سیمه کې د وړو د یوې ۵۰ کیلويي بوجۍ نرخ ۷۰۰۰ کلدارو ته، چې څه باندې ۳ زره افغانۍ کېږي، پورته شوی دی، چې ولس یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
له پاکستان سره په کرښه د نورو پرتو ولایتونو په شان په پکتیکا کې هم د پېر او پلور چارې په کلدارو سره تبادله کېږي.
له درې اونیو راهیسې د پکتيکا په وازې خوا ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالب اورپکو تر منځ جګړه روانه او ورځ تر بلې پېچلې کېږي.

د وازې خواه یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې له پاره، چې د پکتيکا مرکز ښرنې ته د تلو- راتلو لاره طالبانو تړلې؛ د اړتیا وړ لومړني خوراکي توکي نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي؛ بیې يې لوړې ختلې دي.
د سیمې اوسېدونکی سعد الله وايي، چې طالبانو د لارې په شاوخوا ځایونو کې بمونه اېښې دي، چې له امله یې دوی نه شي کولی، چې مرکز ښرنې ته سودا پسې لاړ شي.
د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکی شریف الله وايي، چې د طالبانو د محاصرې له امله د وړو او نورو خوراکي توکو بیه دوه چنده شوې ده او ښار ته د تګ راتګ اسانتیاوې نه شته دی.
د دې تر څنګ په وازې خواه کې له طالب وسله والو سره په جګړه بوخت امنيتي سرتېري له حکومته غواړي، چې طالبانو ته د ماتې ورکولو په خاطر د هوا له لارې د جګړې سيمې ته پوره پوځي مهمات ورورسوي.
په دې ولسوالۍ کې د سرحدي کنډک قوماندان امان الله د نظامي تجهیزاتو د نشتوالي اندېښنه ښيي.
د امان الله خان په باور، که مرکزي دولت پوره تجهیزات ورکړي یا طالبان د هوا له لارې بمبار کړي؛ د وسله والو له اوږدې نښتې موده به رالنډه شي.
دوی دغه راز اندېښنه ښيي، که حکومت ښرنې ته د غځېدلې لارې پرانېستلو او د خوراکي توکو په رسولو کې جدي اقدامت ونه کړي؛ بشري ناورين به رامنځته شي.





