بارسلونا د لالیګا جام ګټونکی اتل شو

د بارسلونا اتلولي په تېره اونۍ کې نهايي شوې وه. د تېرې شپې په لوبه کې دپرتیولاکرونیا له لوبډلې سره ۲ـ۲ په مساوي والي سره یې د دغه جام اتلولي وګټله.

د لوبې ښه پیل د بارسلونا له خوا وشو او د لوبې په ۵ دقیقه کې یې د بارسلونا لوبډلې لوبغاړي لیونل میسي د لوبې لومړی ګول وواهه.

له لومړي ګل له وهلو وروسته بارسلونا هڅه وکړه، چې نور ګولونه هم ووهي، خو د دپرتیولاکرونیا لوبډلې ګول ساتونکی یې د ضربو په مقابل کې مانع شو. د لوبې لومړۍ نیمايي برخه د میسي په یوه ګول سره پای ته ورسېده.

د لوبې په دویمه نیمايي کې چې د کوچ په نامه مشهوره ده، په ۵۹ دقیقه کې میسي یو ځل بیا د مقابل ټیم پر دزوازې هجوم ور وړ او لوبه یې د ۲-۰ سره مساوي کړه. د بارسلونا له دویم ګول نه وروسته دپرتیولاکرونیا د لوبډلې له خوا په ۶۷ دقیقه کې پر بارسلونايي لوبډلې ګول وواهه.

دغه ګول دپرتیولاکرونیا لوبډلې روحیه قوی کړه او د دې لامل شو، چې د لوبې په ۷۶ دقیقه کې پر بارسلونا لوبډلې دویم ګول هم ووهي.

په دغې سیالۍ کې دواړو لوبډلو ډېرې موکې له لاسه ورکړې او بلاخره سیالي د ۲-۲ پای ته ورسېده.

دا سیالۍ پر داسې مهال کېږي، چې د بارسلونا د لوبډلې قوي او باتجربه لوبغاړی هرناندز له ۲۴ تجربې وروسته له بارسلونا لوبډلې خدای په اماني واخیسته.

د لنډو پاسونو له بادشاه سره خدای په اماني

ژاوي هرناندز د بارسلونا لوبډلمشر، چې د لنډو پاسونو په بادشاه مشهور دی، د اتم ځل لپاره یې د لالیګا په جام کې خپله لوبډله وځلوله او تماشه چیان یې خوشاله ساتلي وو؛ له کلونو وروسته له خپل ټیم سره خدای په اماني وکړه.

ژاوي هرناندز چې د اسپانیا په ملي لوبډله کې هم لوبېږي؛ له ۱۱ کلنۍ راهیسې د بارسلونا په کلوب کې لوبېږي.

ژاوي په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې د اسپانیا په تراسا کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. تر اوسه یې یې په ۸۲۵ سیالیو کې ګدون کړی دی او ۸۷ ګولونه یې وهلي دي. دی د بارسلونا لومړی لوبغاړی دی، چې ۱۵۰ نړیوالې لوبو کې د لوبېدو ویاړ ور په برخه شوی دی.

دغه ۳۵ کلن لوبغاړی اوسمهال له السعد قطر له لوبډلې سره یوځای شوی دی او د یو ځای کېدو په اړه یې وویل: "سخته پرېکړه ده، خو مسلکي ژوند له دې نور نه شي ښه کېدلی."

هغه هیله من دی، چې ډېر ژر به بېرته له بارسلونا لوبډلې سره یوځای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام