
داسې حال کې چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلايو ترمنځ بینالافغاني خبرو لپاره لومړنۍ ناستې روانې دي، یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونه تر پخوا ډېر شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، تازه طالبانو د ننګرهار په حصارک، شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي چې پايله کې يې د ملي اردو، پاڅونوالو او محلي پولیسو ۲۰سرتېري او ۲۹ طالبان وژل شوي دي.
ویل شوي، اوس یادو ۳ ولسوالیو ته د وضعیت کنټرول په موخه تازه دمي سرتېري رسېدلي دي.
ځینو حکومتي سرچینو دا هم ویلي چې حصارک کې د تېرې شپې جګړې کې ځینې حکومتي پوستې سقوط شوي او یو شمېر سرتېري لادرکه دي، خو د ننګرهار چارواکيو بیا دا خبر رد کړی دی.
د حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو ځینو اوسېدونکيو ویلي، وړمه شپه وسلهوالو طالبانو په دغو ولسوالیو کې پر ګڼو حکومتي پوستو بریدونه کړي وو چې دواړو لوریو ته پهکې درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی حکمتیار وايي، سیمه کې یې حالات اوس هم جنګي دي چې له کبله یې ولسي خلک په اندېښنه کې دي.
همدې حال کې تېره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ هم وسلهوالو ډله ییز برید کړی و، خو د کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان وايي، یاد برید پر شاه تمبول شوی چې په پايله کې یې طالبانو ته مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
فرید دهقان وايي، یادو بریدونو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
هاخوا د کندوز او غزني ولایتونو اوسېدونکي او ولسي جرګه د دوی استازي هم دغو ولایتونو کې امنیتي حالت اندېښمنوونکی بولي او وايي، طالبان هڅه کوي چې ورځ تر بلې په ښارونو او کلیو کې د خپل کنټرول ساحې پراخه کړي.
خو د کندوز او غزني چارواکي وايي، په ټول توان به د خپلو سیمو ساتنه او د وسلهوالو ډلو مخه نیسي.
دا جګړې داسې حال کې کېږي چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلايو ترمنځ بینالافغاني خبرو لپاره مقدماتي ناستې روانې دي.
که څه هم د افغان دولت پلاوی دې خبرو کې پر اوربند ټینګار کوي خو طالبان وایي، تر هغې چې د افغان جګړې اساسي لاملونه نه وي له منځه تللي، دوی پر اوربند غور نهشي کولای.





