
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې ولسمشر به په دغه یو ورځني سفر کې د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظربایوف او لومړي وزیرکریم میسموف سره وګوري.
غني تېر ماښام د (نومبر په ۲۰مه) نېټه د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورسېد.
د هاشمی په خبره، ټاکل شوې ده، چې ډاکټر غني به په دې سفر کې د قزاقستان په نظربایوف پوهنتون کې د وینا ترڅنګ د حکومتدارۍ، پالیسۍ، اداري فساد سره د مبارزې او اقتصادي همکاریو برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.
ولسمشر به د افغانستان او قزاقستان سوداګرو ته د منځنۍ اسیا سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی فدا محمد نظري قزاقستان ته د ولسمشر د سفر په اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ښو اړیکو موجودیت په ځانکړي ډول د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ اقتصادي اړیکې زموږ په ګټه دي.
د ده په خبره، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان سیاسي او اقتصادي ټیکاو په هڅه کې دي.
نظري وايي، قزاقستان د هغو هېوادنو له ډلې دی، چې د ښیې حکومتولۍ او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان سره مرسته کولی شي او د دوی له تجربو افغان حکومت استفاده کولی شي.
دغه هېواد له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په بېلا بېلا برخو کې د افغانستان سره مرستې کړي دي او اوس په قزاقستان کې سلګونه افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.
په دې وروستیو کې قزاقستان هېواد کې د افغان زده کړیالانو له لوري د "افغانستان کلتوري مرکز" په نوم یو بنسټ هم جوړ شوی دی.





