که د کندوز جګړې کډوالو سره مرسته ونه شي، بشري ناورین به رامنځته شي

د تخار والي ډاکټر یاسین ضیا وايي، د کندوز جګړې له امله د دغه ولایت مرکز تالقان ښار ته زرګونه کسان ورکډه شوي دي او ښايي د ورکډه شویو خلکو په شمېر کې لا زیاتوالی راشي.

ډاکټر یاسین ضیا له سلام وطندار سره د ټیلیفون په کرښه وویل، سیمه ییز حکومت په کافي اندازه امکانات نه لري او له ټولو مرستندویو بنسټونو یې د بې ځایه شویو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

د تخار والي خبرداری ورکوي، که له بې ځایه شویو کورنیو سره د روغتیايي درملو، لباسونو، خوراکي توکو، خېمو او سرپناه مرسته ونه شي؛ انساني ناورین به رامنځته شي.

ډاکټر ضیا وايي، حکومت د تالقانو اوسېدونکو په همکارۍ له بې ځایه شویو سره ځینې مرستې کړي، خو دغه مرستې بسنه نه کوي.

دغه کډوال وايي، د جګړې له سیمې یې یوازې ځانونه راخلاص کړي دي او هېڅ یې هم له ځانه سره نه دي راوړي.

په ورته وخت کې د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکو، مدني فعالانو او په ملي شورا کې د دې ولایت استازو نن (پنجه شنبه) په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وویل، د کندوز ښاریان د جګړې په ډګر کې کلابند پاتې دي.

د خبري غونډې ګډونوال وايي، په کندوز ولایت کې ټولټال ۱۲زره ګډ امنیتي ځواکونه مېشت دي، چې د دوی تر منځ د لازمې همغږۍ نشتوالی او ناسم مدیریت د دې لامل شوی، چې کندوز سقوط وکړي.

دوی وايي، په کندوز ولایت کې د طالبانو په پرتله زیات شمېر امنیتي ځواکونه موجود دي.

په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالله قرلق جوړې شوې غونډې ته وویل، په کندوز کې امنیتي حالت نه دی کابو شوی او کندوز ښاریان د جګړې په وحشت کې بند پاتې دي.

قرلق وویل، اوسمهال د کندوز په څلورو دروازو خواجه مشهد، ازادۍ څلور لارې، امام صاحب بندر او نواباد سیمو کې وسله وال طالبان حاکم دي.

د غلام محی الدین په نوم د کندوز ښار اوسېدونکي وویل، د جګړې له امله د خلکو کورنه، هټۍ، مارکېټونه او د تېلو ټانګونه وسوځېدل.

دی وايي، انګور باغ، شېرخان بندر او کندوز ښار ته راغلې لارې د خلکو پر مخ تړل شوي او خلک د جګړې په کلابندۍ کې دي.

نوموړي وویل، د خوارکي او سوند توکو بیې لوړې شوي او خلک له سختو ستونزو مخ دي.

په غونډه کې یوبل مدني فعال محمد اصغر وویل، د کندوز سقوط د برکسل کنفرانس سره تړلی او د سقوط پلان له پخوان برابر شوی وو.

اصغر وویل، له څور ورځو راهیسې په کندوز ښار کې د یو لېتر تېلو بیه ۱۰۰ افغانۍ او د یو کیلو اوبلنو ګازو بیه ۱۲۰ افغانیو ته پورته شوي.

دی وايي، وچه ډوډۍ نه پیداکېږي، برېښنا پرې شوې او د خلکو له کورونه د سنګر په ډول کارول کېږي.

په ورته وخت کې د کندوز ښار دویم ځلي سقوط د بغلان ولایت په اوسېدونکو منفي اغیز کړی دی.

د راپورونو له مخې د بغلان په مرکز کې د نښتو زیاتېدو له امله د خصوصي او نړیوالو موسېسو زیات شمېر مامورین او د پلخمري ښار اوسېدونکي له ښاره د وتلو په حال کې دي.

دوی وېره لري، چې بغلان هم د کندوز په برخلیک اخته نه شي.

بغلان والي عبدالستار بارز او امنیتي مسوولین د جګړې موجودیت مني، خو ډاډ ورکوي، چې د پلخمري ښار امنیت به ساتي او د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي.

په هېواد کې د وروستیو ناامنیو زیاتې په اړه په کابل کې مدني فعلانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د موجودو اختلافانو په اړه اندېښنه ښودلې.

مدني فعالان وايي، د دوی خپل منځ ستونزې د دې لامل شوي، چې طالبانو په پوره جرات سره ولسوالۍ او سیمې ونیسي.

دوی له حکومته غواړي امنیتي ځواکونه دې لا مجهز کړي او په لوړ امنیتي برخو کې وطن ته ژمن او پاک خلک وګوماري.

مدني فعالان ټینګار کوي، حکومت دې امنیتي ځواکونه تر منځ واحده انګېزه ایجاد کړي او ټولې هغه سیمې چې د طالبانو لاسته ورغلي د دولت تر کنترول لاندې دې راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام