 - Copy 1.jpg)
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د هېوادوالو د اسانتیاوو په پار د افغان پُست له لارې د پاسپورټونو د نوم لیکنې او اخیستلو له پاره انلاین طرحه جوړه کړې ده.
د دې طرحې اجرايي هوکړه لیک تېره ورځ (پنج شنبه) د مالیې، مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونو له خوا لاسلیک شوه.
اجرایه رییس عبدالله په دې اړه غونډه کې وویل، چې د پاسپورټونو اخیستلو له پاره انلاین نوم لیکنه به د پاسپورټونو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.
ده وویل، چې د دې طرحې بله ښېګڼه د فساد د کچې را کمول او مخنیوی کول دي.
عبدالله وویل، چې دغه خدمت د خلکو د ټولو ستونزو د حل له پاره بسنه نه کوي او زیاته یې کړه، چې باید دا ډول طرحې ژر تر ژره ګټې اخیستلو ته چمتو شي او په لرو پرتو سیمو کې د خلکو ستونزې حل شي.
د پاسپورټونو د ویش ادارې رییس عمر صبور وویل، چې ترې دې مهاله یې په انلاین ډول ۹۰۰ پاسپورټونه ویشلي دي.
صبور وايي، چې د برېښنا کموالی د دې لامل شوی چې د دې پروسیې د چټکتیا له ستونزو سره مخ کړې او د افغانانو نه بلدتیا له دې سیستم سره د دوی له ستونزو څخه دي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وویل، چې د پاسپورټونو له پاره په انلاین ډول د نوم لیکنې او اخیستلو په برخه کې شته ستونزې به حل کړي او زیاته یې کړه، چې د دې طرحې د ټولو ستونزو حل سم لاسي شونی نه دی.
د ده پر وینا، دغه طرحه په درې پراړونو کې لومړ په مرکز کابل دویم په ولایتونو او په درېیمه برخه کې به په ولسوالیو کې پلې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانان د پاسپورټونو د اخیستلو او نوم لیکنې په برخو کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له بلې لوري یې زیات وخت هم د دې چارو له پاره مصرفېږي.





