له هېواده بهر د کارموندنې په نامه دوه شرکتونه څارنوالۍ ته معرفي شوي

د کار، ټولنیزو شهدا او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریاخېلې نن یک شنبه (جنوري۱۷مه) د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه داسې شرکتونه نيولي، چې غوښتل يې د افغان ځوانانو د بیکارۍ له ستونزو ناوړه ګټه واخلي.

د هغې په وينا، دغه شرکتونه بهرنيو هيوادونو ته تلونکو ځوانانو سره ژمنې کړې وې، چې دوی به هلته ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

نسرین زیاته کړه، چې د "ابن الهدا" او "حسېن خېل" په نومونو دغه دوه شرکتونه له هر ځوان څخه د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ ډالرو اخیستو په بدل کې وعدې کولې.

د کار او ټولنیزو چارو د وزیره زیاتوي، چې اوسمهال د دغو شرکتونو مسوولان لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

اوریاخیل تور پورې کوي، چې دغه شرکتونه د ځوانانو له اوزګارتیا څخه په ګټې اخیستو د ننګرهار، هرات، بغلان، بدخشان، غزني او یو شمېرو نورو ولایتونو له لسګونو ځوانانو پېسې اخیستي.

د نوموړې پر خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت یواځې له ۵۱ شرکتونو سره تړونونه لري او دغو شرکتونو د ۵۱ شرکتونو له نوم نه په ناوړې ګټنې له ځوانانو پیسې اخیستي، چې ځوانان به په اوو بېلابېلو  اروپایي هیوادونو کې په دندو وګوماري.

له بل لوري د کار او ټولنیزو چارو وزیرې دا هم وویل، چې دغه وزارت به په نږدې راتلونکې کې ۲۵زره ځوانان سعودي عربستان ته د کار له پاره ولیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي، چې افغانستان اوسمهال ۷ میلیونه کاري ځواک لري، چې ۲۴ سلنه یې مطلق بیکاره او شاوخوا ۱۵ سلنه يې بیا زیات بوخت دي. 

و مو غوښته، چې د ابن الهد او حسین خیل خصوصي شرکتونو سره اړیکه ونیسو، خو له زیاتو هڅو سره سره بريالي نه شو.

 

 

 

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام