په غزني کې د یو روغتيايي مرکز ویجاړېدل

د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نېک‌مل وايي چې بېګا د دې ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې پر رَسَنه روغتیايي مرکز باندې موشک لګېدلی چې د دې روغتون یو کارکوونکی وژل شوی‌دی.

ښاغلی نېک‌مل وايي، لومړني راپورونه ښيي چې دا مرکز د پوځي عملیاتو پرمهال تر برید لاندې راغلی؛ تر اوسه نه‌ده معلومه چې دا برید کومې ډلې کړی.

خو د طالبانو ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید بهرنیو ځواکونو پورې تړلی او لیکلي یې دي چې په‌دې برید کې یو روغتیايي مرکز ویجاړ شوی او د صدیق‌الله په نوم یو کارکوونکی په‌کې وژل شوی.

طالبانو د برید په پایله کې د څوو کورنو د ویجاړېدلو ادعا هم کړې‌ده.

له بل لوري د غزني د ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیری وايي چې په‌دې برید کې د ملي امنیت ۸ کارکوونکي وژل شوي‌دي.

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند عارف نوري پر روغتیايي مرکز برید نه تاییدوي؛ خو وايي چې په تېروتنې سره د محلي پولیسو په یوې پوستې برید شوی چې په پایله کې یې د جاغوري او ګیلان ولسوالۍ ترمنځ پرتې سیمې «رَسَنه» کې د ملي امنیت ۸ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۴ ټپيان دي.

ورته مطالب:

ولسي جرګه: کندوز کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید جنایت دی

بادغیس کې د پولیسو پر یوې پوستې هوايي برید شوی

«کندوز کې د هوايي برید پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان وژلي»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام