.jpg)
په کندوز ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو خلکو شکایت کوي، چې طالبان د امنیتي ځواکونو له عملیاتو د ځان خوندیتوب په خاطر په لارو او کوڅو کې ماینونه خښوي.
کندوزیان د خواشینۍ په څرګندولو سره وایي، که د شپې عاجل ناروغ هم ولري د دې له کبله چې کوڅې او لارې د طالبانو له خوا په ماینونو فرش شوي له کورونو راوتلی نه شي.
د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د الچین سیمې دوو اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې په دې سیمه کې د شپې تګ را تګ نه کېږي، طالبانو په ټول کلي کې اعلان کړی، چې له ماښام وروسته هېڅوک باید په کوڅو کې ونه ګرځي.
دوی وویل، چې طالبان د خلکو د کورونو دروازو په خوله کې ماینونه خښوي.
د دې سیمې اوسېدونکو وویل، چې څو ځلې دې ماینونو ماشومان الوزولي دي.
د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنگل باغ د ولسي خلکو دغه خبر تاییدوي او وايي، د دې له پاره، چې طالبان د امنیتي ځواکونو له عملیاتو ځانونه خوندي کړي په کلي، کوڅو او لارو کې د شپې له خوا ماینونه ځای پر ځای کوي.
.jpg)
جنګل باغ ډاډ ورکوي، چې ځانګړي ځواکونه د عملیاتو په پلي کولو کې بدلون راولي او دغه سیمې به ډېر ژر له طالبانو پاکې کړي.
له بل لوري د کندوز د ولایتي شورا غړي وایي، طالبان د شپې له خوا د دغه ولایت له ۷۰ سلنه ډېره جغرافیه کې ماینونه خښوي او په دې کار سره د ولسوالیو او کلیو لارې د کندوز له مرکز سره تړي.
د دې ولایت د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي سلام وطندار ته وویل، چې د ګل تپې ولسوالۍ او د حضرت سلطان سیمه هغه ځایونه دي، چې اصلي لارې یې له یو کال راهیسې د طالبانو له خوا په ماینونو فرش شوي دي.
د راپورونو له مخې امنیتي چارواکي له دوو کلونو راهیسې په کندوز کې د نظامي عملیاتو او له طالبانو د کندوز د پاکولو ژمنې کوي، خو تراوسه د دغو عملیاتو په ترڅ کې د لرو پرتو سیمو امنیت ښه شوی نه دی.





