د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د څلورم ځل لپاره شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته له رسېدو وړاندې د وروستیو بریاوو ثمره ولیده.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزه لوبو نوې نړیواله درجه بندي اعلان شوه، چې په هغې کې افغانستان په وروستیو بریاوو سره بېرته خپل بایللی لسم مقام نیولی دی.
افغانستان د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د نړیوال ټاکنیز پړاو په ټورنمېنټ کې تر اوسه ۲ لوبې کړي او په دواړو کې یې هالینډ او عربي اماراتو ته ماتې ورکړې دي.
د دواړو لوبډلو پر خلاف له سترو بریاوو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته زېری وارول شو، چې له امله یې افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې له سکاټلینډ او هالینډ کرکټ لوبډلو وړاندې شوی دی.
د شل اوریزه لوبو د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان په ۵۵۷ امتیازونو سره ۱۰، سکاټلینډ په ۵۰۹ امتیازونو سره ۱۱، هالینډ په ۶۹۵ امتیازونو سره ۱۲، خو ایرلینډ بیا ډېر وروسته د ۳۴۰ امتیازونو په اخیستلو سره، له زمبابوی او نیپال نه مخکې ۱۳ مقام لري.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو څوو اونیو کې سکاټلینډ په شل اوریزو لوبو کې ایرلینډ ته او هالینډ، نیپال ته ماتې ورکړې او دواړو کرکټ لوبدلې، افغان کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریزه کرکټ نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۰ او ۱۱ مقام څخه ګوزارې کړې.
د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې، چې پرون په رسمي توګه اعلان شوه، په کې سریلانکا لومړی، هندوستان دویم، اسټرالیا درېیم، وېسټ انډيز څلورم، پاکستان پنځم، سویلي افریقه شپږم، نیوزیلینډ اووم، انګلستان اتم او بنګله دېش بیا نهم مقام کې ځای لري.
افغانستان به نن د درېیمه لوبې لپاره د افغانستان پر وخت د مازیګر پر مهال ۵ بجې او ۴۵ دقیقې، له خپلې سیالې لوبډلې سکاټلینډ سره د هندوستان هېواد په کوربه توب، د لوبې میدان ته راووځي.





