د مدني ټولنې ځېنې فعالان وايي، چې حکومت باید د زلزلې له کبله زیانمن شویو خلکو سره د مرستو په ویش کې روڼوالي ته پام وکړي.
دغه مدني فعالان نن په کابل کې د (اکټوبر په ۲۹مه) سره راټول شوي وو.
د راپورونو پربنسټ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ یوې ځواکمنې زلزلې د کابل په ګډون په ۹ ولایتونو کې خلک سخت زیانمن کړل.
مدني فعال احمد شاه ستانکزي جوړې شوې غونډې کې د مرستو په ویش اندېښنه څرګنده کړه او وویل، چې دوه کالونه مخکې په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښوېدنې له زیانمنو سره زیاتې مرستې د چارواکو ترمنځ ورکې او اړمنو ته ونه رسېدې.
ده وویل، چې دولت سره له اوسه د زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې رڼښټ او عدالت ته لومړیتوب ورکړي.
په دغه غونډه کې مدني فعال انجنیر قادر غونډې ته وویل، د استوګنیزو ودانیو نه معیاريتوب، د طبعي پېښو په اړه خلکو پوهاوي کچې کموالی، زاړه کورونه او جوماتونه د دې لامل شوي دي، چې د طبعي پيښو قربانیانو کچه لوړه شي.
نوموړي وویل، د استوګنې په سیمه کې هیڅوک حق نه لري چې له څلورو پوړونو لوړه ودانۍ جوړه کړي؛ خو اوس په کابل ښار کې ډېرې داسې ودانۍ د استوګنو په سیمو کې جوړې شوي دي، چې لس پوړیزې دي.
قادر زیاته کړه، چې د زلزلې له کبله زیانمن شوي کسان د سون، خوراکي توکو، کالیو، اوبو، درملو او سرپنا ته جدي اړیتا لري.
ده، له حکومت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره دې لاس په کار شي.
د دولت په چارو کې د بېړنیو پېښو د مبارزې وزیر ویس احمد برمک تېره ورځ ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و.
نوموړي ویلي و، چې سږکال د مرستو ویش له پاره ځانګړي پروګرامونه لري.
د روان کال لړم میاشتې په ۴مه نېټه د ریکټر په کچه ۷،۷ دریجې سختې زلزلې د افغانستان ځېنې ولایتونه او ګاونډي هېوادونه ولړزول.
د راپورنو له مخې په دغې زلزلې کې ۱۱۵ کسان وژل شي، ۵۰۰ کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۸ زره کورونه ویجاړ شوي دي.





