
د غور د دولتیار ولسوالي ځايي مسوولان او د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د کابلـغور لویه لاره نیولې او پرې د ماینونو ځای پرځای کولو سره یې دغه لاره د خلکو او مسافرو د تګراتګ پر مخ تړلې ده.
د غور د ولایتي شورا غړی محمد مهدوي وايي، خلک او مسافر د کابلـغور لویې لارې په تړل کېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه له دولته غواړي چې پر یادې لارې د طالبانو د ځپلو لپاره پوځي عملیات وکړي او دغه لاره د طالبانو له ماینونو پاکه کړي.
د غور د دولتیار ولسوال محمدموسی کلیم وايي، مسافر د غور-کابل پر لویې لارې د طالبانو د حضور او د یادې لارې د تړل کېدو له کبله اړ دي چې پر نورو اوږدو لارو د فېروزکوه ښار ته ولاړ شي.
هغه وايي، طالبانو د لویې لارې په څو برخو کې ماینونه هم ځای پرځای کړي دي.
یوشمېر مسافر چې د کابلـغور پر لویې لارې بند پاتې دي وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله نه دي توانېدلي چې مرکز فېروزکوه ښار ته ورسېږي.
دوی وايي، که دولت ژرترژره د لارې پرانېستو لپاره اقدام و نه کړي، خلک به له نورو ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د مسافرو په وینا، ټوله لاره له ماینونو ډکه ده او دولت نه د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه شنډوي او نه هم پر یادې لارې چا ته د تګ اجازه ورکوي.
په همدې حال کې د غور د والي ویاند محمدعارف عابر وايي، امنیتي ځواکونو نن د عملیاتو په پایله کې نه یوازې د کابلـغور لویه لاره نیولې، بلکې وسلهوالو ته یې درنه مرګژوبله هم اړولې ده.
د هغه په وینا، د نښتو او ماین چاودنو په پایله کې یو امنیتي سرتېری او ۶ طالبان وژل شوي او ۵ امنیتي ځواکونه او ۴ طالبان ټپیان دي.
د غور د ولایتي شورا غړي وايي، سره له دې چې د قطر په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، خو طالبانو په ډېری ولایتونو کې بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.





