د لويې څارنوالي ویاند دشنبې ورځ ( دسلواغې ۱۸مه) په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی د سترې محکمې له لوري د پخوانیو ۷ وزیرانو د محاکمې لپاره انتظار کوي.
د لويې څارنوالي د معلوماتو له مخې دترانسپورت پخوانی وزیرحمیدالله فاروقي، دحج او اوقافو پخوانی وزیرصدیق چکري ، د پوهنې وزارت پخوانی معین اشراق حسیني، د ټولګټو وزارت پخوان معین محمد ولي او د اوبو او برېښنا وزارت پخوانی معین محمد اکبر بارکزی هغه کسان دي چې د لويې څارنوالي له خوا يې دوسيې بشپړې شوې او سترې محکمې ته لېږل شوې دي.
د لويې څارنوالي ویاند بصیر عزیزي وویل چې ۷ پخواني وزیران چې جرم يې کړی دی باید ورسره قانوني چلند وشي.
عزیزي وویل: « موږ د ۶-۷ هغو وزیرانو چې مجرم پېژندل شوي دی، دوسيې مو يې محاکمو ته سپارلي، تاسې پوهېږئ چې یو وزیر مجرم پېژندل کېږي، باید ځانګړې محکمه ورته جوړه شي.»
له قانوي اړخه د ځانګړې محکمې جوړونه د سترې محکمې او ولسمشر صلاحیت ګڼل کېږي.
د لويې څارنوالي ویاند وړاندې وويل چې هغه مجرم کسان چې له هېواد نه بهر اوسېږي، دوی به يې د نړیوالو بنسټونو په همکاري وینسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
له دې سره جوخت بصير عزیزي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې لویې څارنوالي ارګ ته د فساد ککړو چارواکو نوملړ سپارلی دی، مګر تر دې وړاندې نن شنبه – د سلواغې ۱۸مه – د لويې څارنوالي یو چارواکي چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي سلام وطندار ته وویل چې دوی په ټول هېواد کې د فساد ککړو کسانو په پېژندنه بوخت دي او ډېر ژر به ارګ ته په فساد کې د ښکېلو چارواکو نوملړ وسپاري.
په همدې حال کې د لوی څارنوالۍ ویاند بصير عزیزي وویل چې دوی په تېره اوونۍ کې د څلورو څارنوالانو په ګډون اته تنه چارواکي د فساد په تور نیولي دي، نوموړي وویل چې په لویه څارنوالي کې له فساد سره د مبارزې لپاره د ادارې فساد سره د مبارزې ریاست جوړ شوی دی، چې د فساد د له منځه وړلو له پاره به هڅې کوي.





