
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، یوه ځانمرګي بریدګر د چهارشنبې په سهار د چهاراسیاب ولسوالي اړوند په «ریشخور» سیمه کې د افغان کومانډو ځواکونو د قولاردو مخې ته ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د هغه په وینا، په دغه ځانمرګي برید کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، ځانمرګی برید پر ملکي وګړو شوی دی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو په اړه غوښتنې زیاتې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما روانه اوونۍ په یوه راپور کې وویل چې په تېرو درېوو میاشتو کې ۵۳۳ ملکي وګړي د جګړو له امله وژل شوي دي.





