وروستی تعقیب: د چپرهار د وژل شویو او ټپيانو د هویت په اړه ضد او نقیض معلومات

چارواکي وايي، ډېر ژر به د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ  کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو هویت معلومولو په موخه له پلازمېنې کابله یو پلاوی سیمې ته ورشي.

د چپرهار ولسوالۍ دولتزیو سیمې په چینو کلي کې تېره شپه د ملي امنیت ۰۲ ځانګړې قطعې عملیات کړي چې ۹  کسان په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د چپرهار دولتزي د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار پلرنۍ سیمه ده.

که څه هم ډېر ولسي خلک وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي او د فضل‌هادي مسلمیار د کورنۍ غړي ګڼي؛ خو د چپرهار ولسوال غالب مجاهد او یو قومي مشر ملک محکم وايي، وژل شویو او ټپیانو کې د مسلمیار اړوند محلي پولیس هم شامل دي. د دوی په وینا، په ټپيانو کې له یوې کورنۍ د محلي پولیسو ۴ تنه او یوه ماشومه شامل دي.

حکومتي چارواکیو د دغو عملیاتو د اصلي موخې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، په ټپيانو کې یوه مېرمن او یوه وړه ماشومه هم شته.

هاخوا د مشرانو جرګې د مشر فضل‌هادي مسلمیار د دفتر رییس ضیاالرحمان ضیا او د مسلمیار پلویانو په نوم یوې رسمي فیسبوک‌پاڼې لیکلي، چې وژل شویو کې د ښاغلي مسلمیار ترونه او د کورنۍ نور غړي شامل دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځېنې داسې معلومات هم لاس په لاس کېږي، چې تېره شپه د چپرهار په دولتزیو سیمه کې   ۰۲ ځانګړې قطعې د داعشیانو پر ضد عملیات کول چې د مسلمیار اړوند ملي پولیسو یې مخه نیوله.

په‌دې معلوماتو کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو له خبرداري سره – سره بیا هم محلي پولیسو پر شا تګ ونه‌کړ؛ نو ځکه خو د ۰۲ قطعې سرتېرو پرې برید کړی‌دی.

ویل شوي، په‌دې عملیاتو کې له دولتزیو سیمې د داعشیانو دوه مهم کسان هم نیول شوي‌دي.

له‌دې مخکې هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د ملي امنیت  ۰۲ ځانګړي ځواک عملیات کړي چې کله ناکله ترې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې خبرونه هم خپاره شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام