په ۳ ولایتونو کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه

وسله والو طالبانو د جمعې پر سهار( می ۱) په بغلان، خوست او لغمان ولایتونو کې پر افغان امینتي پوستو بريدونه کړي دي.

په دغه بریدونو کې دواړو لورو ته دمرګ ژوبلو خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې دوې امنیتي پوستې نېولې د دهنه غوري ولسوال خان زاده مظلومیار سلام وطندار سره د یوې ټېلفوني اړېکې په ترڅ کې تایید کړه چې تر ۱۰۰ ډېرو طالبانو نن سهار پر دوو امنیتي پوستو برېد وکړ او دواړه یې ترخپلې ولکې لاندې راوستې. د ولسوال په خبره په دې جګړه کې پولیسو ته زیان نه دی رسیدلی، خو هغوی د پوستو د بیا نېولو په موخه عملیات پیل کړي دي. په همدې حال د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایې چې له تېرو څو ورځو راهېسې تر ۱۵ ډېر کلي د طالبانو لاسته ورغلي. او د یوه بل خبر له مخې، د بغلان امنیه قوماندانۍ د آمنیت آمر عبدالرشید بشیر سلام وطندار ته وویل: تېره شپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې یې ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. ښاغلي بشیر په دې جګړه کې د ۴ امنیتي سرتیرو ټپي کېدو خبر هم ورکړ. خو وسله وال طالبان بیا دعوه کوي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې تراوسه ۱۶ امنیتي پوستې ترخپل کنترول لاندې راوستي او ترڅنګ یې دولتي سرتیرو ته هم درنه مرګ ژوبله وراړولې ده.

په خوست د ۲۵۰ وسله والو برید

په خوست کې د سرحدي پولیسو پر پوسته جګړه شوې چارواکې وایې تېره شپه شاوخوا ۲بجې نېږدې ۲۵۰ وسله والو د علیشرو ولسوالۍ په ببرک تاڼه کې د سرحدي پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې تر نن سهاره یې دوام درلود. د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز ځدران سلام وطندار ته وویل: ددغه شپږ ساعته برید په ترڅ کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. نوموړي په پېښه کې د ۲ سرحدي پولیسو د وژل کېدو او ۳ نورو ټپي کېدو خبر هم ورکړ. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

لغمان کې برید او د وسله والو وژل

په لغمان کې د سېمه ییزو پولیسو او وسله والو تر منځ جګړه کې ۸ طالبان وژل شوي ددغه ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: نن سهار ۴ نیمې بجې وسله والو مخالفینو د مهترلام – الینګار پر لاره د شهید بابا پر امنیتي پوسته برید وکړ. خبرپاڼې زیاتوي چې، د سیمه ییزو پولیسو په ځوابي ډزو کې ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي. خبر پاڼه، په دې یو ساعته جګړه کې د ۷ سیمه ییزو پولیسو او ۵ ملکي وګړو ټپي کېدو خبر هم ورکوي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ماین چاودنو مخنیوي

امنیتي ځواکونو د کابل – پروان پر لویه د دوو چاودنو مخنیوی وکړ د کابل ولایت د قره باغ ولسوال سمیع الله شریفي سلام وطندار ته وویل: امنیتي ځواکونو نن سهار د کابل – پروان پر لویه لار تر دوو پولچکونو لاندې ځای پرځای شوي چاودېدونکو توکي کشف او شنډ کړل. د ښاغلي شریفي پروینا وسله والو مخالفینو دغه چاودېدونکي توکي د لوې لارې په دوو نکتو کې د ولسي وګړو په نښه کولو له پاره چې د میلې له پاره د کابل شمال ته ځي ځای پر ځای کړي وو. د قره باغ ولسوال زیاته کړه چې دغو چاودېدونکو توکو ته تر چاودنې ورکولو وروسته، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ لنډه جګړه هم وشوه، خو مرګ ژوبله یې نه لرله. وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام