ننګرهار کې له پاکستانه راوړل شوي ۱۰زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، هغه ټېلر موټر یې نیولی چې له پاکستانه په‌کې لس زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي راوړل شوي وو.

دغه ټېلر موټر نن سې‌شنبه د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې رسنیو ته وښودل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، دغه ټېلر موټر د ملي امنیت مسوولانو تورخم ښارګوټي کې هغه مهال ونیوه چې له پاکستان دې غاړې ته را‌اوښتی و. مياخېل وايي، دغو ۱۰زرو کیلوګرامه چاودېدونکیو توکیو سره یې دوه کسان هم نیولي دي.

د ننګرهار د ملي امنیت رييس نظرعلي واحدي وویل، ترهګرو پلان درلود چې ياد نیول شوي لس زره کیلوګرامه چاودېدونکيو توکي کابل ته ولېږدوي؛ چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.

د واحدي په وينا، یادو توکيو کې سپینه دانه، امونیم نایټرېټ، سپین پوډر، سودیم کاربونېټ،کیمیکل او ساچمې شاملې وې.

د یادو توکيو لېږدوونکی افسرخان وویل، توکي یې د پاکستان حاجي کمپ او عبدالله اډې نه بار کړي وو او پلان یې درلوده چې نیم په ننګرهار او پاتې یې په کابل کې ښکته کړي چې د ملي امنیت منسوبینو له لوري ونیول شول .

د يادولو ده چې تېره ورځ په هرات ولايت کې هم له مرميو ډک يو ټېلر موټر نيول شوی دی چې په کې ۳۵ زره د ام ۱۶ مرمۍ، ۱۶۸۰۰د  کلاشنکوف مرمۍ، ۸۹۰۰ ماشيندارې او ۲۳ ټنه د ښکار د ټوپک مرمۍ او يو ميل دوربين لرونکې امريکايي وسله موجود وه.

په دې تړاو:

هرات کې د يو ټېلر مرميو کشف

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام