د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې سږ کال به لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته د کانکور له ګډونوالو د تېر کال په پرتله ۳ سلنه زیات زده کړیالان جذب کړي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال اختر محمد عبیر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې سږ کال به په ټول هېواد کې له ۳۵۰ زرو زیات د ښوونځیو فارغان ازموینه ورکړي.
دی وايي، چې له دې جملې به ۵۸ زره پوهنتونونو ته او له ۶۰ زرو زیات به نیمه لوړو زده کړو له پاره ونیسي.

د عبیر په خبره، تېر کال د کانکور له ۲۶۴ زرو ګډونوالو ۹۲ یې پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو موسیسو ته ونیول شول.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې سږ کال به په درې دورو کې د کانکور ازموینه واخلي، لومړي دوره کې به بدخشان او بامیان، په دویمه دوره کې به سوېل ختیځ ولایتونه او په درېیمه دوره کې به د کابل حوزه وي.
دغه وزارت هر کال د کانکور ګډونوالو د کم شمېر جلب په اړه تر نیوکو لاندې راځي.
تېر کال د کانکور په پروسه کې د درغلیو د موجودیت له کبله د لوړو زده کړو پر وزارت نیوکې وشوې، خو دوی وايي، چې سږکال یې ورته تدابیر نیولي دي.





