د ولسي جرګې یو شمېر غړي: حکومت حق نه لري، چې د قدیر د څرګندونو پلټنه وکړي

د ولسي جرګې یو شمېر غړو په نننۍ د (نومبر په ۲۸مه) په عمومي غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د حاجي ظاهر قدیر د څرګندونو په اړه د ټاکل شوي پلاوي په اړه غبرګون وښود.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د (نومبر په ۲۳مه نېټه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ویلي وو، چې د داعش ډلې مشران په کابل کې اوسېږي.

ده همداراز زیاته کړې وه، چې د اسلامي دولت مهم غړي هره ورځ په کابل کې له مهمو دولتي چارواکو سره لیدنې کتنې کوي.

ظاهر قدیر پر افغان حکومت او پاکستان تور پورې کړی و، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له داعش نه ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر نن (شنبې) په ولسي جرګه کې وویل، سره له دې چې حکومت حق نه لري، چې د ملت د استازو د خبرو پلټنه وکړي، خو بیا هم که چېرې حکومت پلټنه کوي؛ نو د حنیف اتمر دنده باید وځنډول شي او د پلټنې پلاوی دې له درېیو قواوو څخه غوره شي.

ده وویل، چې د اساسي قانون د ۴۹مې او ۱۰۱ مادې له مخې څوک نه شي کولی، چې د ملت د استازو د څرګندونو پلټنه وکړي.

د اساسي قانون په ۴۹مه ماده کې راغلي: د جګړې، افتونو او نورو داسې حالاتو کې چې عامه ژوند او هوساینه تهدید کړي؛ فعاله برخه اخیستنه د هر افغان دنده ده.

د اساسي قانون په ۱۰۱مه ماده کې لولو: د ملي شورا هیڅ غړی د هغې رایې یا نظریې له امله، چې د وظیفي د اجرا په وخت کې یې څرګندوي؛ تر عدلي تعقیب لاندې نه نیول کېږي.

د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر غني غږ وکړ، چې د اساسي قانون له مخې حق نه لري، چې له وکیلانو پوښتنې وشي او د څرګندونو په اړه یې پلاوي وټاکل شي.

په ورته وخت کې د فراه ولایت استازي سمیع الله صمیم پر ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا پر مشاور حنیف اتمر تور پورې کړ، چې دواړه «خاینین» دي، ځکه خو نه شي کولی، چې د ظاهر قدیر د څرګندونو په اړه پلټنه وکړي.

ده زیاته کړه، ویل کېږي، چې حنیف اتمر چې کله د کورنیو چارو وزیر و؛ په ډېرو سیمو کې یې پر طالبانو وسلې وېشلې وي، ځکه باید ورته د خاین خطاب وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ارګانونو تېره اونۍ د حاجي ظاهر قدیر څرګندونې رد کړې او دا یې پروپاګند وګڼلو او ویلي یې وو، چې د قدیر باید د غیر مسولانه خبرو څخه ډډه وکړي.

د ولسمشر غني له خوا د ظاهر قدیر د څرګندونو په اړه د جوړ شوي پلاوي په تړاو د قدیر یو شمېر پلویانو وویل، چې حکومت د ملت له استازو سره لوبې کوي او دا د دې مانا ورکوي، چې د ملت د کړنو پر وړاندې دریځ نیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام