د حج او اوقافو وزارت وايي، چې له دې وروسته به د مخدره توکو د زيانونو په هکله د عامه ذهنونو د روښانتيا له پاره په جوماتونو کې د ملاامامانو له لارې تبلیغات پېل کړي.
د حج او اوقافو وزیر فېض محمد عثماني د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې په ټول هېواد کې ۱۵۰ زرو څخه زيات جوماتونه شته، چې له دې وروسته به د مخدره توکو د زيانونو په باب د جوماتونو څخه عامو خلکو ته تبلیغ وشي، ځکه په وينا يې عام خلک جوماتونو ته ښه لاسرسی لري.
دغه ناسته د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت له لوري " د مخدره توکو پرضد د رسنيو همغږي" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.
فېض محمد وویل، چې رسنۍ هم د مخدره توکو د زيانونو په اړه د عامه ذهنونو د روښانولو په برخه کې رغنده رول لوبولی شي.
همدارنګه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وویل، چې د مخدره توکو د زیانونو په هکله د رسنيو له همکارۍ پرته عامه پوهاوی ناممکن دی.
اخوا د افغان ولسمشر مېرمن بي بي ګل په هېواد کې د مخدره توکو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه، چې مخدره توکو زیاتوالی به په افغانستان کې په یو لوی مصیبت بدل شي.
هغې د هېواد له ټولو هنرمندانو، فرهنګيانو، شاعرانو او نورو لیکوالانو غوښتنه وکړه، چې د عامه پوهاوي په دغه کمپاین کې برخه واخلي.
په همدې حال کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) مشر عبدالمجیب خلوتګر وویل، چې رسنۍ تل په دغه برخه کې اطلاعات نشر کړي، خو په وينا يې د مخدره توکو خبريالانو ژوند په خطر کې دی.
د عامې روغتيا وزارت وروستۍ شمېرې ښيي، چې همدا اوس په ټول هېواد ۳ ميليونه تنه په مخدره توکو اخته دي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۱۱ سلنه جوړوي.
د دغې شمېرې په سلو کې ۷ نارينه، ۳ ښځينه او ۱ سلنه ماشومان جوړوي.





