ناامني د فلج واکسینو په مخ کې لوی خنډ دی

د افغانستان روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې امنیتي ننګونې د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې او په ځانګړي ډول د هېواد په لویدیځه حوزه کې لویه ستوزه ده.

پولیو یا فلج په کوچنیانو کې یو خطرناک ویرروس دی، چې هضمي سیستم او ځېنې وخت عصبي سیستم تر برید لاندې راولي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو برخې مرستیاله ډاکټره ناجیه طارق د هېواد څلورو لویدیځو ولایتونو هرات، بادغیس، فرا او نیمروز د واليانو، سپين ږیږو او قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او له دې ډلې ۵ مثبتې پېښې په فراه او هرات کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت شمېرو پر بنسټ تېر کال د ماشومانو د فلج ۲۸ پېښې ثبت شوې وې.

مېرمن طارق په دغې غونډه کې وویل، چې په لویدیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبیق څو ځلې د امنیتي ګواښونو له امله درول شوی دی.

نوموړې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د پولیو واکسین مخه دې نه نیسي، ځکه چې دغه پروګرام د دوی اولادونو ته ګټور دی او وايي، چې د واکسین تطبیق په برخه موږ ټول مسولیت لرو.

نوموړې له دینې عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو نه وغوښتل، چې خلک دې د فلج ناروغۍ له خطر څخه خبر کړي.

فرا یواځېنی ولایت دی، چې روان کال د پولیو ۴ مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي او د دغه ولایت چارواکي وايي، چې د پولیو زیاته پېښې له ناامنیه سیمو څخه راپور شوي دي.

د فرا والي اصف ننګ وايي، چې د دغه ولایت په ۹۰ سلنه سیمه کې د پولیو واکسین تطبیق شوی دی، خو طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې بیا مخنیوی کړی دی.

ننګ، د واکسین له دوز نه شکایت وکړ او وویل، چې ځېنې ماشومانو ته دواکسین دوز څو ځلې ورکول شوي دي، خو هیڅ اغیزه یې نه ده کړې.

روغتیا وزارت له دې مخکې ویلي و، چې وسله وال طالبان په ځېنو ولایتونو کې د پولیو واکسین مخنیوی کوي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې د پولیو واکسین کوربه هېوادونه دي.

د نړیوالۍ روغتیا سازمان له دې مخکې ویلي و، چې افغانستان په ۲۰۱۵ ز کال کې باید پولیو له منځه یوسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام