افغان اجرايوي ريیس د مارچ په ۱۴مه هندوستان ته ځي

حکومت ته نږدې سرچينه وايي، چې اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د روانې مارچ میاشت په ۱۴مه نېټه هندوستان ته سفر وکړي او هلته به په بېلابېلو موضوعاتو له هندي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دغه سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته ويلي، د هندوستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير اېس جي شنکر افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی، که چېرې د سولې په خبرو اترو کې هندوستان له پامه وغورځول شي، نو کېدای شي په دغه هېواد کې خپلې سترې او ميليونې پروژې بندې کړي.

د کب په ۱۳ مه  د هند د بهرنيو چارو د وزیر مرستيال افغان لوړ پوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو د پیاوړتيا په اړه خبرې اترې وکړې او ولسمشر غني ته يې یو ځل بیا هندوستان ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړه.

خو سلام وطندار ته د پردې ترشا د خبرو اترو معلومات بیا په ډاګه کوي، چې  هندوستان په اصل کې د کابل ـ اسلام اباد په باب د خبرو اترو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه .

اېس جي شنکر افغان چارواکو ته ویلي، که چېرې هند د دواړو هېوادونو له ګرمو اړیکو ډاډ ترلاسه نه کړي، د سولې په پروسه کې د هند اندېښنې او ونډه له پامه وغورځي هند نور چمتو نه دی، چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

حکومت ته نږدې دغه سرچينه وايي، اوس د دې لپاره چې عبدالله له هند سره ښې اړیکې لري د ده سفر هند ته د هندیانو د اندېښنو دلرې کولو لپاره کېږي.

د سیمې د چارو شنونکي کارپوهان په دې باب د هند ويره پرځای او طبيعي ګڼي.

دوی وايي، که چېرې افغانستان د خپلو دوو ستراتيژيکو ګاونډيو هېوادونو سره همداسې غېر متوازنې اړيکې وساتي، نو طبيعې خبره ده، هغه هېواد، چې په پام کې نه دی نيول شوی لاس په کار شي او مقابل لوري سره خپلې اندېښنې شريکې کړي.
په دې اړه د نړېوالو اړيکو کارپوه جمال الدین بدر سلام وطندار ته وویل، افغان حکومت ته دا پکارده، چې هندي چارواکو ته د پاکستان او افغانستان د اړيکو په باب وضاحت او پوره ډاډ ورکړي.

بدر زیاتوي، باید افغان چارواکي له هندوستان سره پخوانۍ، تاريخي او مثبتې اړيکې هېرې نه کړي. " خو د افغانستان او پاکستان د وروستيو اړيکو په باب د هندوستان ويره پرځای ده او  اجرايوي مشر عبدالله عبدالله هم د خپلو پخوانيو ښو اړيکو له مخې کولای شي، چې هندوستان ته ډاډ ورکړي."

ليکوال او ژورنالیست محمد زبېر شفيقي هم ټېنګار کوي چې کابل د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې توازن له پامه ونه غورځوي.

شفیقي زیاته کړه، که چېرې پاکستان د افغانستان لپاره د سولې راوستو يو شرط هندوستان سره د اړیکو پرېکول ټاکلی وي؛ نو دا د افغانستان پر ځای د پاکستان د ګټو خوندي کول دي.

 زبیر شفیقي د ولسمشر د شنبې ورځې ملي شورا ته دهغې وینا یادونه کوي، چې په کې یې د افغان سولې په اړه د سیمې په کچه د یوې اجماع د جوړولو خبر ورکړی و.

زبیر شفیقي وايي" نو پکار دا ده، چې په دغه اجماع کې هندوستان ته هم مهم رول ورکړل شي، څو له دغې پروسې يې ويره پای و مومي."

له دې وړاندې د ځينو کارپوهانو او حکومتي چارواکو په تحليلونو کې داسې ویل کېدل، چې ګوندې د هند او پاکستان ترمنځ په افغانستان کې نيابتي جګړه روانه ده.

خو دغې مسلې ته بیا د پاکستان پخواني نظامي ولسمشر پرويز مشرف رسمي بڼه ورکړه او ويې ويل، چې پخوا افغانانو هند ته د تمایل ډير کوښښونه کول او پاکستان يې هېر کړی و، نو پاکستان هم مجبور و، چې دلته د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په موخه ځينې کړۍ تمويل کړي او د هندوستان پر ضد يې وکاروي.

خو وروسته بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټينګار سره وویل، چې افغانستان د هيڅ هېواد د جنګ ميدان نه شي ګرځېدای.

تېره ورځ ولسمشر غني هم وویل، چې نور به افغانستان د نيابتي جګړې د جنګ ميدان نه وي.

پاکستان سره د ملي وحدت حکومت له رامنځته کېدو دچارواکو اړیکې تودې او نږدې شوې او دپاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په خپله د دغه اړیکو د خوږېدو له پاره کابل ته تګ راتګ پېل کړ.

تر دې چې په روانه میاشت کې دافغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لارې ګودرې یې هم جوړې کړې او له لومړنيو خبرو وروسته انګېرل کيږي په نږدې راتلونکې کې د دواړو اړخونو رسمي او دوامداره خبرې هم پېل شي.

افغان ولسمشر په نیپال کې له هندي لومړي وزیر نریندر مودي سره له کتنې او بیا له تلیفوني خبرو وروسته هندوستان ته د تګ خبر ورکړ خو کره نیټه یې نه وه په ډاګه کړې.

امریکا ته له سفر وړاندې اوس افغان حکومت غواړي، چې د افغان سولې  او د کابل ـ اسلام اباد د اړیکو په تړاو د نوي ډيلي اندېښنو ځواب کولو له پاره دیو پلاوي په مشرۍ کې خپل اجرايوي رییس هغه هیواد ته ور وليږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام