
په سپین بولدک کې د افغان سرحدي ځواکونو کمیسار سمونوال محمد شریف غرزي سلام وطندار ته وویل، د سپین بولدک ـ چمن لار تېره ورځ ناوخته د افغان او پاکستاني سرحدي مسوولینو لهخوا پرانیستل شوه.
د غرزي په خبره، دغه لار بې له کوم شرطه د خلکو او موټرو د تګ را تګ په مخ خلاصه شوې ده.
د سپین بولدک ـ چمن لار شاوخوا ۲۲ ورځې مخکې د افغان او پاکستان سرحدي ځواکونو د جګړې له امله تړل شوې وه، چې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته سوداګرو، مسافرو او ناروغانو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې.
د ریپوټونو له مخي، هره ورځ د دې لارې پرسر شاوخوا ۲۵ زره کسانو تګ را تګ کولو.

د سپين بولدک – چمن لارې بندېدو په کندهار کې د زیاتو خوراکي توکو بیې لوړې کړې وې.
یو تن مسافر حاجي غمي د ټیلیفون پرکرښه سلام وطندار ته وویل، د درملو اخیستلو لهپاره د بلوچستان ایالات ته تللی دی.
دی وايي، د لارې بندېدو له امله یې تر ۲ اوونیو زیات وخت په چمن ښارګوټي کې د لاري د خلاصون په امید تېر کړی دی.
دی وايي، خوښ دی، چې د سپین بولدک ـ چمن لار پرانیستل شوه او اوس به خپلې کورنۍ سره یوځای شي.





