
د کندوز چارواکي ددغه ولایت د سقوط پر مهال د امنيتي پوستو له خرڅلاو پرده پورته کړه.
د یاد ولایت والي اسدالله عمرخېل د یکشنبې په ورځ(نوامبر۲۷مه) د ملي امنیت، ملي اردو او امنیه قوماندانۍ په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې په کندوز د طالبانو د برید پر مهال اکثره امنیتي پوستې د پیسو په بدل کې خرڅې شوې وې.
والي په ډاګه نه کړله، چې دا پوستې د چا له خوا په طالبانو خرڅې شوې وې، خو د پولیسو افسرانو، جنرالانو او د ملي اردو او ملي امنیت چارواکو ته یې ګواښ وکړ، چې که له دې وروسته په دندو کې ناغیړي وکړي، نو سمدستي به يې زندان ته ولېږدوي.
خو د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، چې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي. د لومړي ځل سقوط په اړه هم د ښار دننه د طالبانو د نفوذیانو په اړه یې لا وار د مخه خبر ورکړی و، خو د لوړ پوړو چارواکو له خوا جدي نه و نیول شوی.
د کندوز د امنیه قوماندان خبرداری ورکوي، چې که تصفیوي عملیات ددې ښار په څنډو او د طالبانو په خلاف ترسره نه شي او هلته امنیتي پوستې ځای پر ځای نه کړی شي، نو سلګونه ځله به بیا هم کندوز د طالبانو لاس ته ولویږي.

جنګل باغ په دې ولایت کې د ګډو ځواکونو له چارواکو غواړي، چې په سهي ډول دې خپله وړتیا او ستونزې و ارزوي او د کندوز ښار په څنډو او په ځانګړې توګه د چهاردرې او خان اباد په سیمو کې دې عملیات تنظیم او ترسره کړي.
په شمال ختیځ کې د ملي اردو قوماندان جنرال عبدالمالک چې تازه یې په دنده پیل کړی د پولیسو او ملي امنیت لوړپوړو قوماندانانو ته سپارښتنه کړې، چې په هره سیمه کې د طالبانو د ګواښ احساس کوي د ځپلو له پاره دې یې امنيتي ځواکونو ته امر وکړي.
خو ددې ټولو سره سره د کندوز د ولايتي شورا رييس امرالدین ولي وايي، د ژمي د پیل کېدو سره طالبان له جګړې لویدلي.
هغه ګواښ کوي، چې که په همدې حال کې د طالبانو پر خلاف پراخ عملیات په ښار او څنډو کې تر سره نه شي یو ځل بیا به دغه ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې کندوز ولایت دوه ځلې د طالبانو په ولکه کې شوې ده، چې له امله یې ځايي اوسيدونکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
د لومړي ځل له پاره، چې کله له څو ساعتو بېرته امنیتي ځواکونو ونیوله، نو افغان حکومت ډاډ ورکړ، چې د دویم ځل له پاره به کندوز سقوط نه کوي.
خو کله چې بیا سقوط شو، نو حکومت له خلکو په رسمي ډول بخښنه وغوښته او ځينې لوړ پوړي چارواکي يې د وظیفوي غفلت له امله له دندو ګوښه کړل.





