
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته وویل چې سر له ننه د جلالاباد ښار امنیت د ملياردو ځواکونو ته وسپارل شو.
نوموړي وویل، جلالاباد ښار کې د تېرې ورځې او له شاوخوا څوو اوونیو پرلهپسې بریدونو له امله ولایتي ادارې وپتېیله چې د جلالاباد ښار امنیت ملي اردو ته وسپاري.
ښاغلی خوږیاڼي زیاتوي، ختیځ کې ۲۰۱ سېلاب قولاردو له همدې امله د دې ښار لهپاره بېړني او ځانګړي تدابیر نیولي او سر له اوسه یې پلي کول پیل کړيدي.

ولسي وګړي دې چارې ته خوښ دي؛ خو وايي، له هر څه مخکې باید د خپلسرو وسلهوالو ډلو او ځايي زورواکانو لاسونه لنډ شي.
روانه اوونۍ یوې امنیتي سرچینې ویلي وو چې په ننګرهار کې په شاوخوا دوو میاشتو کې نږدې ۴۰ چاودنې شوي چې شاوخوا ۲۰۰ کسان یې وژلي او ۶۰۰ نور یې ټپیان کړيدي.





