
د افغانستان جوزجان ولایت د سیمهییزو پولیسو ځينې قوماندانان د دغه ولایت د ځينو برخو په امنیت راوستو کې حکومت په ناغېړۍ تورنوي.
د قوشتپې، نواباد او درزاب ولسوالیو د سیمهییزو پولیسو یو شمېر قوماندانان وايي، چې حکومت په ناامنو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد پوځي عملیات نه ترسره کوي او دغه چاره د مخالفو وسلهوالو فعالیتونو زیاتوالي ته لاره هواره کړې ده.
دوی خبرداری ورکوي، که په دغه ولایت کې د مخالفینو پرضد پوځي عملیات پيل نهشي د خپلو وسلو سره به یو ځای وسلهوالو طالبانو ته تسلیم شي.
د سیمهییزو پولیسو دغه قوماندانان شکایت کوي، چې پر وخت سره امکانات او پوځي ځواک نه ورسیږي.
د جوزجان ولایت قوشتپې ولسوالۍ د پولیسو دوه سیمهییز قوماندانان چاري او شیرعلي سلاموطندار ته وویل، چې که دولت په دې نږدې یوه میاشت کې عملیات پيل نهکړي دوی به وسلې دولت ته وسپاري، ځکه پر وینا يې نوره لاره نهلري.
.jpg)
" موږ ۲۰۰ کسان یو وروستۍ پریکړه مو داده چې یا ها خوا مخالفینو ته ځان تسلیموو یا دې هم دولت پریکړه وکړي وروستۍ خبره مو همدا ده."
له دې ټولو سره سره د جوزجان د پولیسو قوماندان رحمتالله ترکستاني که څه هم د قوشتپې او درزاب ولسوالیو کې د وسلهوالو مخالفینو پراخ فعالیت مني خو وايي، چې په دغو ولسوالیو کې به پراخ پوځي عملیات پيل کړي.
نوموړي زیاته کړه:"پلان لرو، چې ډېر ژر د ۲۰۹ شاهین قول اردو په همکارۍ پراخ پوځي عملیات په قوشتپه او درزاب ولسوالۍ کې ترسره کړو."
د جوزجان د پولیسو قوماندان ددغه ولایت وګړو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه د وسلهوالو ځپلو پوره وړتیا لري.
له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سیمهییزو پولیسو شتون د وسلهوالو د ځپلو په برخه کې ښه نتیجه ورکړې، خو دا لومړی ځل دی چې سیمهییز پولیس هغه هم د قوماندانانو په کچه طالبانو ته د تسلمېدو او یا د وسلهوالو له فعالیتونو اندېښنه ښکاره کوي.





