هرات کې یوې چاودنې څوارلس کسان ټپیان کړل

د دولت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند په لومړۍ ورځ څوارلس کسان په هرات کې یوې چاودنې ټپیان کړل.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي چې د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېنښې وړ ښودل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یادې پېښې ټول ټپیان ځوانان او پاخه خلک دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي، دغه چاودنه د هرات ښار د مولوي ټانک په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د هرات اوسېدونکي د قرباني اخيستو لپاره ښار ته راوتلي وو.

د هرات د پولیسو ویاند وايي چې د یادې چاودنې په تور یې درې کسان نیولي دي.

تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې بېګاه د هرات ښار پر اوومې حوزې د وسله‌والو په برید کې یو ملکي وګړی ووژل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام