د ایران له هستوي هوکړې د افغانستان هرکلی

وروسته له څو کلونو ایران او د نړۍ پياوړي هېوادونه تېره پنجشنبه يو هستوي هوکړې ته ورسېدل او دغه هوکړه د افغانستان د اوسېدونکو له هرکلي سره هم مخ شو.

د سويس په لوزان ښار کې وروسته له ډېرو خبرو اتر نه ایران او د نړۍ شپږ پياوړي هېوادونه و توانېدل، چې د يوې بيانيې په خپرولو سره د ایران هستوي پروګرام نه خپل ابتدايي هوکړه اعلان کړي.

د افغانستان د پارلمان غړي د ۱+۵ هېوادونو له هوکړې هر کلی کوي او وايي، چې له ایران سره د نړۍ پياوړو هېوادونو هوکړه به د افغانستان پر امنيتي وضعيت مثبت اغیز وکړي.

د ولسي جرګې غړی سید فکوري بهشتي سلام وطندار ته وویل، چې له ایران سره د امريکا لومړني توافقات به د افغانستان په ګټه تمام شي.

همدارنګه د ولسي جرګې بل غړی احمد شهيدزاده وايي، د نړۍ پياوړي قدرتونه د خپلو ګټو پسې ګرځي، خو ښه به دا وايي، چې د ايران د اټومي پروګرام په شان ستونزې په سوله ییزه فضا کې حل شي.

اخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره د ایران له هستوي پروګرام څخه د نړۍ پياوړو هېوادونو له مقدماتي پرېکړو هرکلی کړی او دغه پرېکړه يې د افغانستان په ګټه بللې ده.

کرزي ويلي، چې د دوی هوکړه به د سيمې او نړۍ د امنيت په برخه کې مثبت تمام شي.

نوموړې هيله څرګنده کړې، چې کېدای شي دواړه خواوې په راتلونکي کې هم وروستي پرېکړې ته ورسيږي.

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه طاهر هاشمي وايي، چې افغانستان به د هر هغې هوکړې هر کلی وکړي، چې پایله يې د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات په ګټه وي.

د دغې هوکړې پر بنسټ به ایران د یورانيمو غني کولو ته کموالی ورکړي او پرځای به يې نړيوال په څو مرحلو کې خپلو اقتصادي تحريمونه له منځه یوسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام