خپلواک: ډنډې پټان ولسوالي د پاکستاني ملیشو او طالبانو تر برید لاندې ده.

د سوې ختيځ زون له پاره د ۴۰۲ سردي زون قوماندان عبدالبصیر خپلواک سلام وطندار ته په تلیفوني اړیکه کې وویل، چې په دغه ولسوالۍ نږدې ۱۰۰۰ تنه وسله والو پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

خپلواک وايي، چې په برید کوونکو کې پاکستاني ملیشې او وسله وال طالبان په ګډه برخه اخلي.

دغه امینتي چارواکی د سختې جګړې خبر ورکوي او زیاتوي چې برید کوونکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خپلواک وايي، چې ۷۸ بریدګر یې وژلي او ۳۰ تنه ژوبل دي.

قوماندان ادعا کوي، چې په مړو او ژوبلو کې پاکستاني ملیشې او طالبان دواړه دي.

همدا ډول خپلواک په دې نښته کې د ملي اردو د ۵ سرتېرو د وژل کېد او د ۸ نورو د ټپي کېدو پخلی هم وکړ.

په همدې حال کې وسلوالو طالبانو رسنيو ته په استولي پيغام کې څرګنده کړې، چې په جګړه کې دوی يوه لويه قرارګاه سوځولې،په زياته اندازه مهمات يې لاسته ورغلي او په ډېر شمېر کې سرحدي پوليس يې هم وژلي دي..
خو د پکتیا ولایت امنتي مسولین د طالبانو دا ادعا په کلکه ردوي.

له تېور څو ورځو راهیسې د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ په بیلا سیمو کې وسله والو طالبان امنيتي ځواکونو سره په جګړه لاس پورې کړی و، چې تېره ورځ امنیتي مسولینو د چاڼیزو عملیاتو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه، چې د وسله والو په ضد به ترهغې عملیاتو ته ادامه ورکړي چې سیمه یې له موجودیت پاکه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام