
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېری عجب ګل له څلورو کلونو دندې ترسره کولو وروسته له یوې نړۍ هیلو سره کورنۍ ته ورستنېږي او غواړي د جګړې له ستړتیاوو په کور کې دمه شي. خو ناخبره له دې دندې ته د ورستنېدو پرمهال د تل لهپاره له کورنۍ یې غږ ناببره تری تم کېږي. عجب ګل د روان کال په جوزا میاشت کې له کندوز ولایت ته کندهار ته ځي چې د وسلهوالو طالبانو له خوا نیول کېږي او وژني یې؛ خو پلرني ټاټوبي ته د هغه د جسد لېږد څرنګوالي، د ملي دفاع وزارت نه پاملرنې او کورنۍ ته یې د سرتېري د اکرامیې نه ورکړې د نوموړي د کورنۍ د زړه درد لا زیات کړی دی.
د عجب ګل پلار محمد ګل له سلاموطندار سره په خبرو کې د زوی جسد لېږد څرنګوالي او د حکومت نه پاملرنې لهامله سخت شکایت کوي. د دې سرتېري پلار وايي، په میاشتو، میاشتو یې د زوی د خیرو خیرت او روغې سټې احوال له کورنۍ سره غوڅ شو او ناچاره د خپل زوی پلټنه یې پيل کړه، چې د یو موټر چلوونکي لهخوا ورته د زوی د مړینې خبر ورسېد او ټیک میاشت وروسته یې د خپل زوی جسد پیداکړ.
پلار یې کیسه کوي، چې د زوی له مړینې وروسته څوځلې ۲۰۵ اتل قول اردو او ملي دفاع وزارت ته د وژل شوي زوی د اکرامیې لهپاره ورځي؛ خو دغه وزارت یې د زوی اکرامیه نه ورکوي.

دی وايي:«زوی مې څلور کاله د اردو په لیکو کې خدمت وکړ او افغانانو سره یې همکاري وکړه؛ خو دغه حکومت اوس له موږ سره مرسته نه کوي.»
د وژل شوي سرتېري ورور رجب ګل وویل، د ورور د اکرامیې په موخه یې په ځلونو اتل قول اردو او ملي دفاع وزارت ته مراجعه کړې خو مسوولان ورته ویلي، چې عجب ګل له دندې منفک شوی دی او د اکرامیې په اړه یې د نه ځواب ورکړی دی.
خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د جګړې له سنګره د امنیتي ځواکونو د جسدونو او ټپیانو په لېږد کې هېڅ سرپه نه کېږي.
د رادمنش په خبره، که د عجب ګل کورنۍ کوم معتبر سند په لاس کې ولري کولی شي د هغه اکرامیه ترلاسه کړي.
دا یوازې د عجب ګل کورنۍ نه ده، چې د ملي دفاع وزارت د مسوولانو لهخوا ورته پاملرنه نه کېږي؛ بلکې له دې مخکې هم د سلګونو وژل شویو سرتېرو کورنیو د دفاع وزارت د نه پاملرنې او د چارواکیو له دغه ډول چال چلنده شکایتونه کړي دي.





