
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وايي، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو کولو په اړه په اسلام اباد کې د درېیمې څلور اړخیزې جوړې شوې غونډې په اړه د سولې خبرو اترو د نقشې وروستي کېدو تمه لري.
مستغني سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د نننۍ (شنبه) غونډې په اړه د افغان حکومت ټینګار نوی پرمختګ او مثبتې پایلې ورکول دي.
د دې غونډې په اړه د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل، چې د افغان سولې بهیر بریالیتوب له پاره باید ټول اړخونه قوي هوډ ولري.
په دغه څلور اړخیزه غونډه کې د امریکا، چین، پاکستان استازو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم ګډون لري.
غونډې ته سرتاج عزیز د افغان سولې د بهیر ملاتړ ترڅنګ وویل، چې په دې غونډه کې به د وسله والو طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو پر ژر پيلېدو ټينګار وشي.
خو نوموړي ټينګار وکړ، چې د سولې مخامخ خبرو له پيل مخکې لومړی باید تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.
بل خوا د چارو شنونکي وايي، چې په اسلام اباد کې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه درېیمه غونډه هم د پخوانیو غونډو په څېر دی او کوم ځانګړی بدلون پکې نه لیدل کېږي.

شنونکي د سولې په اړه باور، همغږي او د نظریووالي مهم بولي.
د سیاسي چارو کارپوه محب الله شریف سلام وطندارته وویل، چې حکومت د سولې په اړه لاهم د ولس او وسله والو طالبانو د یو ځانګړي نظر له پاره چاپېریال نه دی برابر کړی.
اوس پوښتنه داده، چې د اسلام اباد له دې غونډې به پایله ولري؟
د افغان سولې په اړه دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې د سولې خبرو اترو د نقشې جوړلو په اړه لومړۍ څلور اخیزه غونډه په پاکستان او دویمه هغه یې په کابل کې جوړې شوې وې.





