
د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار په شپږمه ناحیه کې نن سهار شل کم لس بجې د ملي امنیت د پلټنې پر یو مرکز ځانمرګی برید شوی دی.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته وویل، دغه ځانمرګی برید د شپږمې ناحیې اړوند د خالص فامیلو په چوک کې د تېلو له یو پمپ سره نږدې شوی، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي دي او ۴ تنه ټپيان دي.
خوږیاني وايي، په وژل شویو کې ۲ تنه امنیتي کسان او ۸ تنه یې ولسي خلک دي او په ټپیانو کې ۲ ولسي وګړی او ۲ نور امنیتي کسان دي.
خوږیاڼي وايي، د پېښې ټپيان د جلالاباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د والي ویاند وايي، د دې پېښې بشپړ او کره جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د پېښې په سیمه کې د امنیت یو کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دغه ځانمرګي برید کې د ملي امنیت د کارکوونکیو په شمول له ۹ ډېر کسان وژل شوي چې جسدونه یې سوځېدلي دي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د امنیت دغه کارکوونکی وايي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان وايي، له برید سره د تېلو په پمپ کې اور لګېدلی دی او دغې اورلګېدنه زیات تلفات لري. دغهراز ویل کېږي، د پېښې ځای ته نږدې په یو موټر شويي کې ۷ موترې هم سوځېدلي دي.
تر دې مهاله کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی.





