کونړ کې د لشکر طیبه ډلې درې پاکستاني غړي وژل شوي

د کونړ مسوولانو اعلان کړی چې د ملي امنیت ځواکونو په دغه ولایت کې د لشکر طیبه ډلې درې پاکستاني غړي وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ویلي چې یاد جنګیالي بېګاه د دغه ولایت په اسمار ولسوالي کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ملي امنیت ځواکونو په دغو عملیاتو کې د لشکر طیبه ډلې دوه نور غړي ټپیان شوي هم دي.

د کونړ د والي ویاند د معلوماتو له مخې، هغه جنګیالي چې وژل شوي او ټپیان دي، ټول پاکستانیان دي.

په دغو عملیاتو کې د یادې ډلې ځینې مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

لشکر طیبه، یوه پاکستانۍ ترهګره ډله ده. د دغې ډلې جنګیالي د نورو ترهګرو ډلو له وسله‌والو سره نږدې اړیکه لري او یوه بله تجهیزوي.

لشکر طیبه تر ډېره د سوېلي اسیا هېوادونو، په تېره افغانستان کې فعالیت کوي او له القاعده شبکې او داعش ډلې سره نږدې اړیکه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام