د بغلان د امنیې قومندانۍ یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی وايي، چې د دغه ولایت د نوروزک، جنګل باغ سیمو او د مرکزي بغلان پر ولسوالي د وسله والو طالبانو پر برید کې ۴ پوستې طالبانو لاسته ورغلي دي.
دغې امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط وویل، چې طالبانو تېره شپه په دغو سیمو برید وکړ او د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ تر اوسه پورې جګړه روانه ده.
سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو له څوو ساعتونو نښتې وروسته تاکتیکي شاتګ کړی دی، چې په پایله کې یې ۴ امنیتي پوستې د نوروزک سیمه د وسله والو طالبانو لاسته ورغلي دي.
د دغې سرچېنې پر خبره، نښته کې تر اوسه پورې ۵ طالبان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ده همدا راز زیاته کړه، چې په دې جګړه کې د عامه نظم ۴ تنه پولیس وژل شوي دي او ۷ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل ۱۰ ورځې کیږي، چې بغلان ولایت ته تللی دی.
منګل د یو جګپوړې حکومتي پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت د امنیتي حالت د ارزونې له پاره تللی دی.
په دغه ولایت کې له څوو میاشتو راهیسې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.





