
د بغلان ولایتي شورا غړي او مدني بنسټونه وايي، چې وسله والو طالبانو د پاکستاني نظامیانو په ملتیا تېره ورځ د ډنډغوري په منګلانو سیمه کې پوځي مانور اجرا کړی دی.
د دوی پر وینا، په دې سیمې کې پاکستاني افسران، طالبانو ته روزنه ورکوي، خو حکومت او امنیتي ځواکونو د دې ډلې پر ضد جدي اقدام نه دی کړی.
د بغلان ولایتي شورا غړي سمش الحق بارکزي سلام وطندار ته وویل، د طالبانو له خوا د منګلانو په سیمه کې دغه ډول پوځي تطبیقات خطرناک دي.
مدني فعال سید عارف عابد وايي، د منګلانو په سیمه کې دغه پوځي مانور څو ساعته دوام درلود، چې شاوخوا ۲۰۰ طالب وسله والو په کې ګډون کړی وو.
نوموړي وویل، چې په دې پوځي مانور کې پاکستاني پوځیانو خپلې څېرې په نقابونو پوښلې وې.
په ورته وخت کې د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع په ډنډ غوري کې د طالبانو پوځي تطبیقات رد او تایید نه کړل، خو وايي، چې ډېر ژر به په ډنډغوري ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات وکړي.





