کابېنه کې ونډې له پاره د ارګ تر دروازې لاریون

لسګونو مېرمنو نن – سه شنبه(دسلواغې۱۴مه) په پلازمېنه کابل کې په نوې کابینه کې د دخپلې برخې د ترلاسه کولو له پاره لاریون و کړ.

لاریون کوونکو له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنه کوله چې په خپلو ټاکنیزو ژمنو دې وفا وکړي او په کابینه کې دې څلورو مېرمنو ته څوکۍ ورکړي.

دغه لاریون چې د ښځو چارو وزارت له دروازې پیل او د ارګ تر دروازې يې دوام وکړ، « په کابینه کې زموږ برخه چېرته ده؟» شعار ورکاوه او په خپله برخه غوښتنه يې ټینګار کاوه.

د ښځو د شبکې رییسه حسینه ساپۍ وايي،  چې مېرمنو په تېرو ټاکنو کې ۳۷ سلنه ګډون درلود، نو باید په کابینه کې هم برخه ورکړل شي.

نوموړې وړاندې وویل، چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون ته په کتو باید ۹ وزارتونه ورکړل شي؛ خودا چې ولسمشر د څلورو وزارتونو ژمنه کړې وه، باید عملي يې کړي.

د هغې په خبره حکومت باید پر کلیدي چوکیو لکه معینیتونه، ولایتونه او سفارتونو کې ښځو ته کار ورکړي.

لاریون کوونکي وايي چې که د دوی غږ وا نه ورېدل شي او ولسمشر په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړي دوی به لا هم خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ( دوشنبه دسلواغې۱۳مه) د بشري حقونو کیمسیون په یوه سیمینار کې هم پر دې ټینګار و، چې په کورنیو کې د سړي واک – مرد سالاري ـ د ښځو لپاره یو ګواښ دی.

یاده دې وي افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه، چې پخپله کابینه کې به څلورو مېرمنو ته وزارتونه ورکوي.

کله چې حکومت خپله نوې کابینه اعلان کړه نو ۳ مېرمنو ته یې په کې ځای ورکړی و خو د اطلاعات اوکلتور وزارت له پاره نوماندې آي خیري سلطان د دوګوني تابعیت له امله ونه شول کولی کابینه کې ځای خپل کړي.

د ښځو چارو وزارت ته نوماندې نجیبه ایوبي بیا د زدکړو په اسنادو کې د ستونزې له امله له لېست وویستلی شوه او لوړو زدکړو وزات ته نوماندې خاطره افغان بیا په ۷۱ د تایېد او ۱۴۶ رد رايو ونه کولی شول چې د ولسي جرګې باور تر لاسه کړي او په دې توګه په لومړيو ۸ وزیرانو کې کومه مېرمن ونه توانېدله چې دوزارت چوکۍ په خپل نوم کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام