د هلمند سوله غوښتونکی کاروان کابل ته راورسېد

د هلمند سوله غوښتونکیو ځوانانو چې د سولې یو ولسي حرکت دی، د دې حرکت غړي پرون شپه پلازمېنې کابل ښار ته راورسېدل.

دوی خپل سفر تېره میاشت د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه ښاره پيل کړی وو، چې کری ورځ یې په سره لمر کې او د روژې په میاشت کې پلی مزل وکړ.

دوی شاوخوا ۶۳۰ کیلومتره پلی مزل وکړ او د دې ټولې ستړتیا موخه یې سوله او د جګړې پای ته رسول دي.

د دغه حرکت غړیو له طالبانو وغوښتل چې اوربند دوباره وغځوي، دا داسې مهال دی چې حکومت ۱۰ ورځې نور هم د اوربند غځېدل تمدید کړل، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوربند پای ته ورسولو او نن ورځ یې په ځېنو ولایتونو کې جګړه هم کړې ده.

د دې حرکت غړي وايي، په کابل کې به د سولې غږ پورته کولو له‌پاره یوه ستره غونډه راوبولي او د سولې رسا غږ به پورته کړي.

افغان حکومت د روژې په ۲۷ د اختر تر پنځمې ورځې د طالبانو پروړاندې د یو اړخیز اوربند اعلان کړ او طالبانو بیا یوازې د اختر ۳ شپې او ورځې په اوربند له افغان حکومت سره هوکړه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام